غزني-کندهار (پژواک،د تلې لومړۍ نېټه ۹۹): امنيتي مسوولين وايي چې په غزني او کندهار ولايتونو کې ٢٧ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده د تلې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله وال طالبان د غزني ښار د درېيمې حوزې په مربوطاتو کې سره را ټول شوي او د بريد لپاره يې چمتوالى نيوه.
ده وويل چې په همدې وخت کې افغان ځمکنيو او هوايي ځواکونو پرې بريد کړى چې په ترڅ کې يې ١٥ طالبان وژل شوي.
هغه وايي: ((د لسو طالبانو جسدونه خپله طالبانو له ځانه سره وړي دي، خو د پنځو تنو جسدونه يې چې پاتې و د غزني ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.))
دغه راز جمعه زاده وايي چې تېره شپه طالبانو د ګيلان ولسوالۍ پر ودانۍ هم بريد کړى دى.
هغه زياتوي چې په دغه بريد کې د يوه پاکستاني په ګډون څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، د يادو جګړو پرمهال امنيتي سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې د امنتیي ځواکونو په عملیاتو کې اته وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
دغه عملیات نن سهار د دغې ولسوالۍ په ملید سیمه کې شوي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو نن یو ځل بیا غوښتل چې د تخته پل ولسوالۍ په ملید او بیدک سیمو کې د پولیسو پر امنیتي پوستو برید وکړي.
هغه زیاته کړه، پولیس د وسله والو له دغه پلانه خبر شوي وو او هغوی ته یې نن سهار وار له مخه کمین نیولی و چې په جګړه کې د وسله والو برید په شا وتمبول شو.
دی وايي، په جګړه کې د کندهار لپاره د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د قوماندان بشرمل په ګډون اته وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي، خو پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن