ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د پولیسو ۴۶ منسوبین له دندو ګوښه شوي

26 Sep 2020 - 19:41
26 Sep 2020 - 19:41

هرات ښار: (پژواک، ۵ تله ۹۹): د کورنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي په هرات ولایت کې د وظیفوي ټګۍ، اداري فساد او کم کارۍ له امله د دغه ولایت د پولیسو د ۴۶ منسوبین د له دندې لرې کېدو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي مرستیال، عبدالصبور قانع چې د څو ورځو راهیسې دغه ولایت د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره تللی وه، نن یې په یوه خبري ناسته کې خبریالانو  ته د خپلو ارزونو د پایلو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي زیاته کړه، د پولیسو له قطعو د ارزونې په لومړي پړاو کې یې د هرات د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر، د امنیتي حوزو درې امرین او ځینو نورو چارواکو په ګډون ۴۶ د پولیس منسوبین له دندو ګوښه شوي دي.

هغه څرګنده کړه چې د هرات د امنیې قوماندانۍ ځینې مدیران او کشفي امران هم په دغو کسانو کې شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت د لوړپوړي مرستیال په وینا، دغه ۴۶ کسان د وظیفوي غفلت، اداري فساد او کاري ضعف له امله له خپلو دندو لرې شوي دي.

هغه څرګنده کړه چې له دندو د ګوښه شوو کسانو پر ځای، نور تجربه لرونکي کسان ټاکل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت لوپوړي مرستیال وویل، له دې سره هم مهاله ۱۲ چارواکي او د پولیسو منسوبین د دندو د ښه ترسره کولو له امله د کورنیو چارو وزارت له خوا وستایل شول او ترفېع یې وکړه.

هغه همداراز زیاته کړه چې د ملي اردو او د هرات د ملي امنیت د قطعاتو ارزونې هم روانې دي او ښایي یو شمېر نور امنیتي چارواکي هم له دندو ګوښه شي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال دا هم وویل، چې د امنیتی ځواکونو د ارزونې سربیره، ډیری امنیتی تدابیر او د سړي تښتونې، وسله والو غلاوو، په ښار کې د جرمونو سره د مبارزې لپاره نوي تاکتیکونه، د انسان تښتونې د مبارزه لپاره رامنځته شوي دي.

قانع ټینګار کوي چې دغه پروګرامونه د لنډې مودې لپاره نه دي او په عملي کېدو سره به یې امنیتي وضعیت ښه شي.

د هرات والي سید وحید قتالي هم په دغه ناسته کې ټینګار وکړ چې په امنیتي ځواکونو کې دغه ډول اصلاحات دوام لري او هر چارواکی چې په کار کې سستي وکړي، له دندې به لرې شي.

نوموړي دغه راز وویل چې دا ځل به چارواکو په ټاکلو کې د چا د وسیلې او واسطې تر فشار لاندې رانه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version