کابل (پژواک، ۵ تله ۹۹): د کابل پوليس وايي چې د دغه ښار پنځلسمې امنيتي حوزې اړوند د واده په مراسمو کې د ډزو له امله دوه کسان وژل شوي دي.
د کابل د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول بصير مجاهد وایي، د تېرې شپې د ډزو لامل چې په کې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، شخصي دښمني ښودل شوې ده.
ده د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې د پېښې عاملین نيول شوي دي.
خو غير رسمي سرچنې وايي چې دغه پېښه د ارګ په هوټل کې رامنځته شوې او د وژل شوو کسانو شمېر بيا پنځه تنه ښيي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن