ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سناتوران: ځینې وکیلان له نوماند وزیرانو سره د باور رایې په تړاو د معاملې په لټه کې دي

27 Sep 2020 - 18:34
27 Sep 2020 - 18:34

 کابل (پژواک، ۶ تله ۹۹): د مشرانو جرګې یو شمېر غړي ادعا کوي چې د ولسي جرګې یو شمېر غړي له نوماند وزیرانو سره د باور رایې ترلاسه کولو په اړه د "معاملې" په لټه کې دي.

 د قانون له مخې، نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور رایې ترلاسه کولو لپاره د ولسمشر له خوا ورپېژندل کیږي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو څه باندې شپږ میاشتې تېریږي، خو لاهم ټول وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کیږي، حکومت د نوماند وزیرانو نوملړ ترتیب کړی خو تراوسه ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستلو لپاره نه دي ورمعرفي شوي.

 په دغه جرګه کې د نورستان د خلکو استازي عبداللطیف نهضتیار هم وویل: «د وکیلانو او نوماند وزیرانو معامله روانه ده، وکیلان او نوماند وزیران فشار راوړي څو خپل د خوښې کسان په ولایتونو کې سرپرستان وټاکي.»

د نوموړي په ​​وینا، نوماند وزیر ته باید د باور رایې ترلاسه کولو پورې اجازه نه ورکول کېدای چې د سرپرست په توګه کار وکړي؛ ځکه د نوموړي په خبره، نوماند وزیران له وظیفوي صلاحیته په ګټه اخیستو د دولت له امکاناتو د خپل ځان لپاره کمپاین کوي، څو په ولسي جرګې کې د باور رایه ترلاسه کړي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار هم د جزيیاتو له ورکولو پرته وویل، هغه داسې اسناد موندلي چې ښیي د ولسي جرګې د ځينو وکيلانو د فشار له امله يوشمېر نوماند وزيران له وکیلانو سره هوکړې ته رسېدلي دي.

 هغه زیاته کړه: «دغه اسناد ښیي چې د بهرنیو چارو وزارت د وکیلانو تر فشار لاندې ناقانونه کړنې ترسره کړي دي، زه اوس نه شم کولی په دې اړه نور څه ووایم، خو دغه موضوع به مستند سازي او په جرګه کې به د خلکو له استازو سره شریکه شي.»

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د ولسي جرګې د غړو او نوماند وزیرانو ترمنځ د معاملې په اړه مستقیم څه ونه ویل، خو ټینګار یې وکړ چې ټاکنې باید د وړتیا پر اساس وشي.

 په ورته وخت کې د ولسي جرګې د مالي او بودیجوي کمېسیون منشي سيد عظیم کبرزاني په ملي شورا کې خبریالانو ته وویل: «یو شمیر وکیلان ښایي له نوماند وزیرانو سره معاملې وکړي، خو د جرګې ډېری غړي به د وړتیا پراساس  [نوماند وزیرانو] ته د باور رایه ورکړي.»

هغه وايي چې دا ځل د ولسي جرګې غړو پرېکړه کړې چې دوه تابعیته نوماند وزیرانو ته رایه نه ورکوي، او هغه څوک چې د جرګې د باور رایه ترلاسه نه کړي د سرپرست په توګه د دندې ترسره کولو حق نه لري.

د یاودنې ده، له دې وړاندې هم جنجالونه موجود وو چې ګواکې په ولسي جرګه کې د خلکو استازو د معاملې له مخې نوماند وزیرانو ته رایه کړې ده.

یو راپور چې نن د یو شمېر رسنیو له خوا خپور شوی ښیي چې د ګمرکونو ۵۰ سلنه کارکوونکي د ولسي جرګې د استازو له خوا وړاندیز او ګومال شوي دي.

د کبرزاني په وینا، د یو شمېر نوماند وزیرانو اسناد د جرګې دایمي کمېسیونونو ته رسېدلي او څېړنه یې روانه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version