ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فوزيه کوفي د نوبل سولې جايزې نوماندانو په نوملړ کې شامله شوه

3 Oct 2020 - 11:59
3 Oct 2020 - 11:59

کابل (پژواک، ١٢ تله ٩٩): د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مرکچي پلاويغړې فوزيه کوفي د ناروې د سولې شورا له لوري د نوبل د سولې جايزې د نوماندانو په نوملړ کې شامله کړل شوې ده.

د دې شورا له لوري په يوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې فوزيه کوفي په افغانستان کې د سولې د هڅو له امله په دغه نوملړ کې شامله شوې او نوموړې د ښځو د حقونو، ډیموکراسۍ او منځلاري اسلام مدافع فعاله ده.

د ناروې د سولې شورا د فوزيې کوفي ترڅنګ د بې سرحده خبريالانو ټولنه، امريکايي وکيل بنيامين فيرينز، د نيوزيلنډ لومړۍ وزيره جسيندا اردين او د يو شان عدالت نوښت ټولنه هم د روان ميلادي کال د سولې نوبل جايزې د نوماندانو په نوملړ کې شامل کړي دي.

د ناروې د سولې شورا په ۱۹۴۵زېږديز کال کې فعاليت پيل کړی او تر دې مهاله يې ۲۵موسسې غړيتوب لري. دغه شورا د سولې د ټينګښت او د جګړې د مخنيوي په برخو کې فعاليتونه کوي.

د افغانستان حکومت د ناروې د سولې شورا ددغه اعلان هرکلى کړى دى.

د ولسمشر وياند صديق صديقي په ټويټر کې ليکلي چې د افغانستان اسلامي جمهوريت دولت په ياد نوملړ کې د فوزيه کوفي د نوم د شاملولو هرکلى کوي.

هغه زياته کړې: ((فوزيه کوفي د افغانستان د سولې د مذاکراتي پلاوي وياړلې غړې ده او په ياد نوملړ کې د هغې نوم شاملول د سولې او ښځو حقوقو ته د هغې د کار ستاينه ده.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version