ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شينوارو ولسوالۍ خلکو له والي سره امنيتي ستونزې شريکې کړې

5 Oct 2020 - 16:01
5 Oct 2020 - 16:01

جلال اباد (پژواک، ۱۴ تله ۹۹): د ننګرهار ولايت د شينوارو ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو د خپلې ولسوالۍ امنيتي ستونزې له والي او نورو چارواکو سره شريکې کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې د شينوارو په غني خېلو ولسوالۍ کې د يوه موټربم بريدله امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، دغه ارز په رڼا ورځ يو صراف د وسله والو له لوري وژل شوى دى.

د شينوارو د مارکو بازار لسګونه هټيوال د تلې په ۱۴مه جلال اباد ښار ته راغلي وو چې له والي سره د خپلې ولسوالۍ امنيتي ستونزې شريکې کړي، خو ادعا کوي چې لومړى د ولايت مقام پوليسو اجازه نه ده ورکړې چې له والي  سره ګوري.

دوی وايي، د شنبې ورځې موټر بم بريد او پرون مارکو بازار کې د يو صراف وژل دغلته د نا امنۍ هغه پېښې دي چې خلک يې له اندېښنو سره مخ کړي.

قومي مشر ملک چکن چې له يو شمېر نورو قومي مشرانو او ځوانانو سره ښار ته راغلی او دلته ولايت ته نه دی پرېښودل شوی وايي، امنيتي وضعيت ډېر خراب شوی دی.

هغه زياته کړه: ((پرون د والي موټرې تېرې شوې په پنځوس مترۍ کې يې په ډک بازار کې چې اردو، محلي او ملي پوليس ولاړ و، وسله والو غلو يو صراف ويشتلی، خوار ځای پر ځای شهيد شوی او پيسې يې ترې وړې دي.))

ملک چکن وويل، څلور مياشتې کېږي چې دغه ولسوالۍ امنيه قوماندان نه لري او امنيت يې ورځ تر بلې خرابېږي، وسله والې غلاوې او نورې پېښې په کې اوج ته رسېدلې دي.

عزيز الله شينوارى چې په دغه ډله کسانو کې شامل و، وايي چې مارکو بازار کې دوکاندار دی او هره ورځ د دغه بازار دوکانداران او صرافان د غلو له لوري ګواښل کېږي که پيسې ورنه کړي همداسې يې د بازار په منځ کې وژني.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، نن دوی غوښتل چې دا ستونزې والي سره شريکې کړي، خو د ولايت مقام د ساتونکو له لوري پرېنښودل شول چې والي ته ورشي.

د ننګرهار د ولايتي شورا يو غړي عبيدالله شينواري هم پژواک ته وويل چې د غني خېلو (شينوارو) ولسوالۍ امنيتي وضعيت ډېر خراب شوی دی.

هغه زياته کړه، له څلورو میاشتو ډېر وخت کېږي چې دغه ولسوالۍ ولسوال نه لري او هره ورځ په کې د ناامنۍ پېښې رامنځته کېږي

خو د ننګرهار د والي وياند وايي، ولايت ته د دغو خلکو نه پرېښودل قصدي عمل نه، بلکې يو تېروتنه رامنځته شوې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version