جلال اباد (پژواک، ١٧ تله ٩٩) : د ننګرهار والي وايي چې د پاکستان لوري په ګمرکي چارو کې د سست والي او ځنډ له امله په تورخم د سوداګرو سلګونه موټر درول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولايت سوداګر او د لويو لاريو چلوونکي وايي چې په تورخم کې له تېرو څلور ورځو راهیسې په لسګونه هغه موټر چې ترکاري او تازه مېوه په کې بار دي ، پر وخت له کرښې پورې غاړې ته د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي.
دوى ادعا کوي چې هره ورځ په ميليونونه افغانۍ زیان ور اوړي او که نور هم وځنډول شي، نو د خرابېدو امله به هيڅ بازار ونه لري.
د ننګرهار والي ضياء الحق امر خېل وايي ، لکه څرنګه چې هېوادوالو ته معلومه ده دکرونا له امله د تورخم بندر په بشپړه توګه د سوداګریزو توکو پرمخ بند و، چې وروسته د حکومت په ځانګړې پاملرنې سره پرانيستل شو.
هغه د تلې په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، هماغه مهال په کراچۍ بندرکې د افغان سوداګرو ترلسو زرو کانټينرونه چې له سوداګریزو توکو ډک وو بند پاتې وو؛ چې له نېکه مرغه د هغو لېږد پيل شوی او هره ورځ په منځنۍ کچه(۷۰۰) بار وړونکي موټر د تورخم له لارې دېخوا ته راځي .
امرخېل وايي، له بده مرغه له دې خوا د ورځې په اوسط ډول تر۳۵٠ بار وړونکي موټر دتورخم بندر له لارې ځي؛ چې اصلي ستونزه د پاکستان له خوا د لاريو بطي سکن،چک او تله د دې لامل شوي چې په تورخم کې(۷۵۰۰) لارۍ بندې پاتې شي چې د سوداګرو مالونه يې د خرابېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.
والي زياته کړه، د بېلګې په توګه د تېرې مياشتې له ١٧مې نېټې د روانې مياشتې تر ١٤مې نېټې پورې ۱۶۹۷۶ لارۍ راغلې دي چې په اوسط توګه د ورځې۶۲۸ لارۍ کېږي ، خو برعکس په همدې ورځو کې له دې خوا يواځې (۹۴۹۷) لارۍ؛ چې د ورځې۳۵۱ کېږي هغې خوا ته اوښتې دي.
د هغه په وينا، داپه داسی حال کې ده چې تر کرونا مخکې د تورخم فرضي کرښې هغې خوا ته سکن او ترازو نه وه، د ورځې۱۲۰۰ لارۍ اوښتې؛ چې اصلي ستونزه په کوزه پښتونخوا کې د تشو او ډکو لاريو د پروسې ځنډ دی.
امر خېل وويل : (( د پاکستان د سکيننګ او ترازو چک پروسه کې ډېر وخت نيسي او په يوه لارۍ تقريبا(۱۵) دقيقې وخت لګېږي او همدې پروسې د لاريو اوښتو بهير د ځنډ او خنډ سره مخ کړى؛ چې له امله يې سوداګر هره ورځ د ډيټنشن له امله (۴۰۰) ډالرخصوصي شپمنټ کمپنيوته د خالي کانټينرو د تم کېدو د جريمې په توګه ورکوي او ترڅنګ د لاریو کرایه د(۴۰۰زره) پاکستانيو کلدارو څخه تر(۷۰۰زره) پاکستانيو کلدارو ته لوړه شوې ده چې دې په ټوله کې د نرخونو په لوړوالي او د عوايدو پر کموالي يې ناوړه اغېزه کړې.))
د ننګرهار والي زياته کړې : (( په تاسف سره بايد ووایم چې په تورخم کې لا تراوسه هم بنسټيز مسايل لکه سړکونه، ګمرکي تاسيسات، برېښنا، پارکينګ ، سړې خونې، معياري ګودامونه، سکېنر، پلونه، واشونه، د پروسس ځایونه او په ټوله کې چې د يوې تجارتي حوزې لپاره اړين دي ، نه دي جوړ شوي.
د هغه په وينا، همدغو ستونزو په سوداګرۍ، ترانزیټ او عایدو منفي اغېز کړى.
امر خېل وويل، دا چې يادې ستونزې د دوو هېوادونو په کچه يو ديپلوماټيک حل ته اړتيا لري او ټولې چارې د ننګرهار د ولايتي ادارې له قانوني توان او صلاحيت څخه پورته دي، نو له مرکزي ادارې سره په همغږۍ پورته ستونزو ته د بهرنيو چارو، ماليې او د سوداګرۍ وزارتونو له لارې بنسټيزې حل لارې لټول کېږي او هغه برخې چې د مديريت د شفافيت او جديت تقاضا کوي، مکلف يو چې تعقيب او حل لارې ورته پيداکړو.))
هغه وايي چې په تورخم کې يې د اصلاحاتو لړۍ پيل کړې، د ترانسپورټ د برخې کارکوونکي چې سوداګرو ترې شکایت درلود تبدیل شوي او مديريتي برخه يې هره ورځ په متواتره توګه دسوداګرو او کارمندانو سره شخصاً دده له لوري تعقيبېږي.
د ننګرهار والي پر ملي سوداګرو غږ کړى چې د صادراتو په انتقال کې نظم، ډسپلين او د نوبت بشپړ مراعتول د ستونزو د اسانتیا او هوارۍ لامل ګرځي او هره هغه اداره او يا دولتي کارمند چې په دې برخه کې ناقانونه کړنو، فساد او رشوت ته زمینه برابروي، د ننګرهار ولایتي اداره په جریان کې کړي، څو يې په اړه قانوني او لازمي اجراات وشي.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن