فيض اباد (پژواک، ١٩ تله٩٩): د بدخشان پولیس وايي چې د دغه ولایت په خواهان ولسوالۍ کې ۲۰ ولسي پاڅون کوونکي چې طالبانو کلابند کړي وو، له یادې ډلې سره یو ځای شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان په خواهان ولسوالۍ کې له درېیو ورځو راهیسې د طالبانو او دولتي سرتېرو ترمنځ سخته جګړه روانه وه.
د بدخشان د پولیسو ویاند ثناءالله روحاني پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد شمېر ولسي پاڅون کوونکي د بدخشان په خواهان ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي.
روحاني زیاته کړه، یاد پولیس ځکه اړ شول چې له طالبانو سره یوځای شي چې د دوی لخوا کلابند شوي وو.
خو د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد نن سهار په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خواهان ولسوالۍ په حوض شاه سیمه کې ۵۱ ولسي پاڅون کوونکي له خپلو وسلو او مهاتو سره له طالبانو سره یو ځای شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن