ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د کندهار خلک: د برېښنايي تذکرو د وېش څانګېدې ډېرې شي

10 Oct 2020 - 13:41
10 Oct 2020 - 13:41

کندهار (پژواک، ١٩ تله ۹۹): د کندهار اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې برېښنايي تذکرو اخیستو ته لېوالتیا ډېره ده خو یوازې یو مرکز رسېدنه نه شي کولی.

هغوی د احصایې له مرکزي ادارې غوښتنه کوي چې په کندهار کې خپل کارکوونکي او څانګې ډېرې کړي څو د برېښنايي تذکرو اخیستو لړۍ ګړندۍ شي.

د کندهار ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکی اجمل چې دوه میاشتې مخکې یې د برېښنايي تذکرې اړوند فورمه ډکه کړې او سپارلې وه او نن د تذکرې اخیستو لپاره د احصایې او معلوماتو ریاست ته راغلی و، پژواک اژانس ته وویل، د برېښنايي تذکرې اخیستلو پروسه ډېره ځنډنۍ ده.

هغه زیاته کړه، پوره دوې میاشتې مخکې یې فورمه ډکه کړې وه خو تذکره یې نن ترلاسه کړه.

نوموړی وايي، پوره دوه میاشتې مخکې یې په سره ګرمۍ کې په ورځو ورځو انتظار و ایست چې نوبت ور ورسېږي، فورمه یې ډکه کړه، بایومټریک یې وکړ او بالاخره له اوږد ځنډ وروسته یې همدا نن خپله تذکره ترلاسه کړه.

دی د احصایې له مرکزي ادارې غوښتنه کوي چې په کندهار کې دې خپل کارمندان او څانګې ډېر کړي څو خلک وکولای شي په اسانۍ برېښنايي تذکره واخلي.

زرپاڼه هغه مېرمن ده چې له خپلو اولادونو سره یو ځای د احصایې او معلوماتو ریاست ته راغلې وه څو د ځان او اولادونو لپاره برېښنايي تذکرې واخلي.

دغې مېرمنې پژواک ته وویل، په کندهار کې برېښنايي تذکرو اخیستو ته لېوالتیا ډېره ده خو ستونزه دا ده چې په ټول ولایت کې همدا یوه څانګه ده او خپلو مراجعینو ته پر وخت نه شي رسېدلای.

دا وايي، بلخوا ښځینه کارمندانې هم کمې دي او له همدې امله کارونه په ورځو، اوونیو او میاشتو ځنډېږي.

د دې په خبره، خلک خوشحاله دي چې د پرمختللې نړۍ د هېوادونو په څېر دوی هم برېښنايي تذکرې ترلاسه کوي خو د پروسې له ځنډه شکایت لري.

دا هم له مرکزي ادارې غواړي چې د برېښنايي تذکرو د وېش څانګې دې ډېرې شي څو خلکو ته یې په ترلاسه کولو کې اسانتیاوې برابرې شي.

محمد نبي بیا له سپین بولدک ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته د تذکرې اخیستو کولو لپاره راغلی و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version