ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: پوځي مرکزونه او ځيني نظامي تجهيزات افغان ځواکونو ته سپارو

11 Oct 2020 - 17:09
11 Oct 2020 - 17:09

کابل (پژواک، ٢٠ تله ٩٩): په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه وايي چې خپلې پوځي اډې او ځيني نظامي وسايل او تجهيزات افغان ملي ځواکونو  ته سپاري.

دوى دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستيو کې په ټولنيزو شبکو او ځينو رسنيو داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکې امريکايي ځواکونه  هغه پوځي مرکزونه او اډې ويجاړوي چې له طالبانو سره د تړون له مخې ترې وځي.

خو په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند ډګروال سوني لګيټ د تلې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امريکايي ځواکونه له افغان ملي امنيتي ځواکونو سره په ګډه له نږدې په همغږۍ سره کار کوي.

هغه زياته کړې چې د همدې همغږۍ له مخې، دوى غواړي  په مسووليت سره خپل پوځي مرکزونه چې له دې وروسته د امريکايي ځواکونو له خوا نه کارول کېږي، افغان ملي دفاعي ځواکونو ته وسپارل شي.

د امريکايي ځواکونو وياند وايي: ((په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه له افغان ملي دفاعي ځواکونو سره د روزنې، مشورې او همکارۍ په برخو کې مرستو ته ژمن دي.))

ډګروال سوني لګيټ وويل چې دغه راز دوى له افغان ځواکونو سره مالي همکاري او له طالبانو سره د شوي تړون په رڼا کې د اړتيا پر مهال دفاعي همکاري هم ورسره کوي.

د هغه په وينا، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د وتلو پروسې له مخې، دوى خپل ځيني نظامي وسايل او تجهيزات افغان ځواکونو ته سپاري او نور يې خپل هېواد ته لېږدوي.

په دې وروستيو کې په ټولنيزو شبکو کې داسې انځورونه خپاره شوي چې امريکايي ځواکونه نظامي تجهيزات په ټېلرو کې پاکستان ته لېږدوي.

خو په کابل کې د ناټو يو سرچينې پژواک ته وويل چې دا نظامي توکي د پاکستان د بندرونو له لارې اړوندو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

د يادونې ده، د ١٣٩٨ لمريز کال د کب په ١٠مه، د امريکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د ځواکونو د ويستلو تړون لاسليک شو.

د دغه تړون له مخې، د ٢٠٢١ زېږديز کال تر مې مياشتې پورې بايد له افغانستانه ټول امريکايي ځواکونه ووځي.

د امريکا د دفاع وزارت وايي چې تېر کال يې په افغانستان کې د ځواکونو شمېر ١٢زره وو، د تړون له مخې، اوس ٥٠٠٠ ته راټيټه شوې ده.

بلخوا د امريکا د ملي امنيت سلاکار ويلي چې د روان زېږديز کال تر پايه پورې به دغه شمېر  دوه زرو ته ټيټ شي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version