ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو روغتیایي مرکزونو فعالیت درول شوی

13 Oct 2020 - 16:02
13 Oct 2020 - 16:02

فيض اباد (پژواک، ٢٢ تله ٩٩): په بدخشان کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې وسله والو طالبانو د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د فرعي روغتیایي مرکزونو فعالیت درولی دی.

طالبان هم مني چې د دغو مرکزونو فعالیت یې درولی؛ خو ویلي یې دي چې په دې اړه خبرې روانې دي څو یادو مرکزونو ته د فعالیت بېرته پیلولو اجازه ورکړل شي.

د بدخشان د عامې روغتیا رییس ډاکتر نور خاوري پژواک خبري اژانس ته وویل: «طالبانو یوه اوونۍ وړاندې د عامې روغتیا له ریاست او مرستندویو موسسو وغوښتل چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې عمومي سب سنټرنونه او فرعي روغتیایي مرکزونه چې  د مېرمنو او ماشومانو لپاره روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي، د جراحي متخصصینو په درلودو جراحي روغتونونه رامنځته کړي، پرته له هغه په خپلو نفوذي سیمو کې روغتیايي مرکزونه وتړي.»

هغه زیاته کړه چې طالبانو د دغه خبرداري په تعقیب له تېرو دوو ورځو راهیسې په یمګان، د جرم په ځینو برخو او لوی ښار وندیان کې د فرعي روغتیایي مرکزونو فعالیتونه درولي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغو مرکزونو کې یې د ماشومانو او مېرمنو لپاره ښه روغتیایي خدمتونه وړاندې کول.

هغه وویل چې دغه روغتیایي مرکزونه په داسې حال کې تړل کېږي چې یاد ریاست د دې ډلې د ژوبل شوو، ټپیانو او ناروغانو درملنه کوي او هوډ لري چې بې طرفه خدمات وړاندې کړي.

ډاکتر خاوري له طالبانو وغوښتل چې دغه روغتیایي مرکزونه چې د ماشومانو او ښځو لپاره یې روغتیایي خدمتونه وړاندې کول، بېرته پرانیزي؛ ځکه چې د طالبان غوښتنه د عامې روغتیا د ریاست او مرستندیو موسسو له توانه لوړه ده.

په همدې حال کې، د وسله والو طالبانو یو ویاند ذبيح الله مجاهد پژواک ته تایید کړه چې دې ډلې په بدخشان کې د یو شمېر فرعي روغتیايي مرکزونو فعالیتونه د ځینو ستونزو له امله چې لرلې یې، درولي دي.

هغه زیاته کړه: «په دغو مرکزونو کې وړ طبي پرسونل او کاپي درمل نه وو، ټولو ناروغانو ته یو ډول درمل ورکول کېدل او له ناروغانو سره تبعیضي چلند کېده، موږ مخکې هم ورته ویلي وو چې دغه نمګړتیاوې رفعه کړي؛ له هغه پرته ورته د فعالیت اجازه نه ورکوو.»

خو نوموي وویل چې د دغو مرکزونو د بیا پرانیستلو لپاره خبرې روانې دي، ښایې د دوی د غوښتنو له منلو سره ډېر ژر دغو مرکزونو ته بیا د فعالیت اجازه ورکړل شي.

دا چې د څومره روغتیایي مرکزونو فعالیتونه ځنډول شوي، دوړاو سرچینو یې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

خو یوې بلې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل: "په جرم ولسوالۍ کې پنځه فرعي روغتیایی مرکزونه چې د فرغامنج کلي روغتیایی مرکز، کیب، اب راغک، خستک او د اسکان روغتیا مرکز پکې شامل دي، له تېرو دوه ورځو راهیسې د دغې ډلې له خوا تړل شوي دي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version