ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د سلام شبکې يوه بله پايه هم سوځول شوې ده

13 Oct 2020 - 11:37
13 Oct 2020 - 11:37

ګردېز (پژواک، ۲۲ تله ۹۹): مسوولين وايي چې وسله والو طالبانو د پکتيا په مرکز ګردېز کې د سلام مخابراتي شبکې يوه پايه سوځولې او د هغې ځيني توکي يې له ځان سره وړي دي.

د سلام شبکې د زون مسوول انجنير رحيم الله عابد د تلې په ٢٢مه پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو دا پايه د ګردېز اړوند په صلات بېک سيمه کې سوځولې او د برېښنا لمريزې تختې يې له ځان سره وړې دي.

عابد وايي: ((د شپې تقريباً يوه بجه به وه، ډېر وسله وال طالبان راغلي، انتن، جنراتور، د تېلو ټانکۍ، د جنراتور خونه او د پاور سيستم کېبلونه يې مکمل سوځولي، شمسۍ يې له ځان سره وړې او ساتونکي يې وهلي دي.))

انجنير رحيم الله عابد وايي چې وسله وال طالبان ځکه د سلام مخابراتي شبکې پايې سوځوي چې په خبره يې د دوی شرکت ورته باج نه ورکوي او د هغوی په خوښه فعاليت نه محدودي.

عابد وويل: ((دا سايټ د امنيت عمومي رياست په تقريباً څلور کيلومترۍ او د ځايي امنيتي پوستې په شاوخوا ۳۰۰ مترۍ کې دی. دوی ځکه سلام شبکه تخريبوي چې دولتي او د ملت شبکه ده، د دوی په غوښتنه سايټ نه خاموش کېږي او نه کومه پټه فيصدي ورکول کېږي.))

د پکتيا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي رييس عبدالله توتاخېل دغه حالت اندېښمنوونکی بولي او له کشفي او امنيتي ادارو دې مسئلې ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

توتاخېل پژواک ته وويل: ((دا د پکتيا لپاره لوی زيان دی، دا هر سايټ ډېر لګښت غواړي او بيا فعالول يې شايد بېخي وځنډېږي؛ ځکه تر څو يې چې د مصئونيت ډاډ نه وي، بيا له داسې برخلیک سره مخ کېږي.))

دغه راز د پکتيا سرپرست امنيه قوماندان سمونوال لطف الله کامران هم پېښه تاييدوي او د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې چې وسله وال طالبان څنګه د ملي امنيت عمومي رياست او يوې امنيتي پوستې ته څېرمه مخابراتي پايه ويجاړوي، خو مخنيوی يې نه کېږي، وويل چې وسله وال په کم شمېر کې راغلي او په چټک ډول د پايې له ويجاړولو وروسته تښتېدلې دي.

کامران وايي: ((دوه، درې کسان راځي يا په هغه ساحه کې وي، دا غير اسلامي او غير انساني عمل ترسره کوي. د شپې له تاريکۍ يې استفاده کړې او پايې ته يې اور اچولی دی.))

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد مني چې د سلام مخابراتي شبکې پايې دوی سوځوي او لامل يې د يادې مخابراتي شبکې د مسوولينو له خوا د دوی له وضع شوو اصولو سرغړونه بولي.

د يادونې ده، دوه اوونۍ وړاندې هم وسله والو طالبانو د پکتيا په ميرزکې او سيدکرم ولسواليو کې د سلام مخابراتي شبکې دوه پايې سوځولې وې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version