ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د يو قومي مشر په ګډون درې ملکي وګړي وژل شوي

13 Oct 2020 - 16:09
13 Oct 2020 - 16:09

ګردېز (پژواک، ۲۲ تله ۹۹): ځايي خلک او چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د پکتيا ولايت په ميرزکې ولسوالۍ کې يو قومي مشر، زوى يې او يو بل ځوان پر ډزو وژلي دي.

د سيمې خلکو پژواک ته وويل چې پېښه په خليلانو کلي کې هغه مهال رامنځته شوې چې طالبانو د قومي مشر جميل منګل او د شواک د ولسوال حيات محمد خليل پر کورونو بريد وکړ.

د سيمې يو اوسېدونکی زيارت ګل وايي چې په وژل شويو کې قومي مشر جميل، د هغه زوی ډولي ګل خاطر چې د کومانډو سرتېری و او کور ته په رخصتي راغلی و او د نثاراحمد په نوم د ولسوال حيات محمد خليل يو کوچنی وراره شامل دي.

ګل وايي: ((طالبانو پر کلي بريد وکړ، هرې خواته يې ډزونه کول. حاجي جميل، ډولي ګل او د حاجي حيات محمد وراره نثاراحمد يې مړه کړل. خلک ډېر په غوسه دي او تر اوسه يې مړي هم نه دي خښ کړي.))

د کلي يو تن اوسېدونکی عبدالله وايي چې وسله وال طالبانو په ياده ولسوالۍ کې خپل فعاليت او بريدونه په بې ساري ډول زیات کړي او اوسمهال د ولسوالي مقام شاوخوا ډېری کليو کې کور پر کور ګرځي او خلکو ته ګواښونه کوي.

نوموړي وويل: ((ميرزکه ولسوالۍ د پکتيا تر ټولو امن ولسوالي وه، خو د چارواکو د بې پامۍ او غفلت له امله اوس په سور اور بدله شوې ده. موږ ته دې ځواب راکړي، چې ميرزکه ولې ناامنه شوه او اوس چې له دوه مياشتو راهيسې پر خلکو اور بل دی، دولت يې ولې غم نه کوي.))

دغه راز د پکتيا سرپرست امنيه قوماندان سمونوال لطف الله کامران پژواک ته وويل چې پېښه تېره شپه شاوخوا يوه بجه هغه مهال رامنځته شوې چې وسله والو طالبانو پر خليلانو کلي بريد وکړ.

کامران وايي: ((د هېواد، ولس او امن دښمنانو بېګاه شپه پر ملکي وګړو بريد کړی او متاسفانه بې ګناه هېوادوال يې وژلي دي.))

د يادونې ده چې ميرزکه د پکتيا ډېره امن ولسوالي وه، خو له تېرو شاوخوا درې مياشتو راهيسې په بې ساري ډول ناامنه شوې ده.

 وسله وال طالبان تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version