ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې له سلو ډېر ملکي وکړو او سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

14 Oct 2020 - 15:56
14 Oct 2020 - 15:56

لښکرګاه (پژواک، ٢٣ تله ٩٩): هلمند کې روغتيايي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې له تېرو څو ورځو جګړو څخه ١٩ مړي او له سلو ډېر ټپيان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

له تېرو شاوخوا څلورو ورځو راهيسې د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ او په ٦٠١ نمبر شاهراه او باباجي سيمو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي.

په دغو جګړو کې دواړه لوري يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

هلمند کې يوې روغتيايي سرچينې د تلې په ٢٣ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو څلورو ورځو کې ١٩ مړي او له سلو ډېر ټپيان د دغه ولايت ايمرجنسي او بست روغتونونو ته انتقال شوي دي.

سرچينې وويل چې د يادو مړو او ټپيانو ډېرى يې حکومتي سرتېري دي.

د هلمند چارواکو تر اوسه رسمي په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو د دغه ولايت والي محمد ياسين خان پرون پژواک ته ويلي و چې په تېرو څو ورځو کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې ٢٠٣ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.

ده زياته کړې وه چې طالبانو په دغه ولايت کې ماتې خوړلې او بريد يې هم پر شا تمبول شوى دى.

د دې ترڅنګ په دغه ولايت کې د وروستيو جګړييزو حالاتو د ارزونې په موخه د دفاع  وزارت سرپرست وزير اسدالله خالد هم نن هلمند ته ورغلى دى.

خالد هم وايي، طالبانو ونه شول کولاى چې په دغه ولايت خپلې موخې ته ځان ورسوي او لښکرګاه ونيسي، بلکې له ماتې سره مخ شوي او پر وړاندې يې عمليات ادامه لري.

خو بل لورته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې طالبانو په تېرو دوه ورځو کې ډېرې سيمې له حکومتي ځواکونو څخه نيولې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version