کابل (پژواک، ٢٤ تله ٩٩): د افغانستان دولت او طالبانو د مذاکراتي ټيمونو ترمنځ عمومي ناسته ترسره شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دوو اوونيو ځنډ وروسته وړمه ورځ ددواړو لوريو د کاري ټيمونو ترمنځ ناسته شوې وه او د طرز العمل په اړه يې خبرې کړې وې.
د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي غړي او وياند نادر نادري د شپې ناوخته په ټويټر کې ليکلي چې پرون ماښام يې د طالبانو له پلاوي سره عمومي ناسته وکړه.
هغه زياته کړې چې په دې ناسته کې ددواړو لوريو د مذاکراتي ټيمونو رييسانو او غړو ګډون کړي وو او د اختلافي موضوعاتو پر حل بحث وشو.
نادري وايي، په دې ناسته کې ټينګار وشو چې ددواړو پلاوو د تماس ډلې دې ژر تر ژره اختلاقي موضوعاتو ته د حل لارې پيدا کړي.
بلخوا د طالبانو د مذاکراتي ټيم غړي او وياند ډاکتر محمد نعيم هم په ټويټرکې ورته څرګندونې کړې او ويلي يې دي چې پر طرز ا لعمل تر توافق وروسته به پر اجنډا خبرې وشي.
هغه زياته کړې چې دا د دواړو لوريو دويمه عمومي غونډه وه چې دوه ساعته يې دوام وکړ.
که څه هم دوى د اختلافي موضوعاتو په اړه جزئيات نه دي خپاره کړي، خو نورو سرچينو ويلي چې پر درېيو موضوعاتو ددواړو لورو ترمنځ ژور اختلافات شته.
د سرچينې په وينا، دا چې د تېرو ٢٠ کلونو شخړو ته (جنګ يا جهاد) وويل شي، د مذاکراتو پر مهال اختلافات په کومه فقهه هوار کړاى شي، دا چې دا مذاکرات د امريکا او طالبانو د تړون له مخې ترسره شي او يا که له سره نوي مذاکرات وي،د اختلافاتو عمده ټکي دي.
له دې مخکې ويل شوي وو چې پر ځينو مواردو موافقه شوې ده.
د يادونې ده، د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيستې رسمي مراسم د روان لمريز کال د وږي په ٢٢مه په قطر کې ترسره شول، له هغه وروسته ددواړو لورو د تخنيکي او کاري کمېټې له خوا پر طرزالعمل او اجنډا څو ځلې ناستې وشوې.
خو له تېرو نږدې دوو اوونيو راهيسې د طرزالعمل پر ځينو مواردو ددواړو لورو ترمنځ د اختلافلاتو له امله دا ناستې ځنډېدلې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن