ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: ننګرهار او لوګر کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

15 Oct 2020 - 12:32
15 Oct 2020 - 12:32

جلال اباد، پل علم (پژواک، ۲۴ تله ۹۹): ځايي چارواکي وايي چې د ننګرهار او لوګر ولايتونو په بېلا بېلو عملياتو کې ٣٠ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په ۲۴مه پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت خوږياڼو ولسوالۍ په سنګانۍ سیمه کې تېره شپه بې پیلوټه الوتکې د وسله والو طالبانو د تخریبي کړنو د پلان په مرکز دوه هوایي بریدونه کړي دي.

هغه زياته کړه چې د دې بريد په ترڅ کې د زبیر په نوم  د وسله والو د يو قوماندان په ګډون ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي .

نوموړی وايي، د دې بریدونو په پایله کې د وسله والو طالبانو تخریبي پلان شنډ، د دوی وسلې، مهمات او ځینې وسایط هم تخریب شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د لوګر ولايت په بېلا بېلو سيمو کې د نښتو او عملياتو پر مهال يو شمېر وسله الو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د والي وياند ديدار لونګ پژواک ته وويل چې تېره شپه طالب وسله والو پلان درلود،چې د څرخ ولسوالۍ په انګړ او د خواجه اسماعيل پر پوستې وسله وال بريد وکړي،چې تر بريد کولو دمخه د توپچي سلاح موخه وګرځېدل او په پايله کې يې ۱۵ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته.

د هغه په وينا، په دغه بريد کې ۱۲ طالب وسله والو وژل شوي او درې نور يې شديد ټپيان دي.

دغه راز لونګ وايي، تېره شپه هوایي ځواکونو د محمد اغې ولسوالۍ اړوند د دهنو په سیمه کې پر مخالفينو بمبار کړی چې په پایله کې يې یو تن طالب وسله وال وژل شوی دی.

د والي وياند وويل چې نن سهار ۹ بجې د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د پړاو پوستې ته څېرمه طالب وسله والو د محلي پوليسو پر دوو سرتېرو وسله والو بريد کړى،چې په پايله کې يې يو پوليس وژل شوى او بل تن ټپي دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version