کابل (پژواک، ٢٥ تله ٩٩) : د وسله والو کسانو په دوو بريدونو کې په وزيرستان او بلوچستان کې ٢٠ تنه پاکستاني سرتيري وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون وسله والو کسانو د بلوچستان ايالت د ساحلي ښار ګوادر په اورماړه سيمه کې د تېلو او ګازو ادارو ددولتي ادارې پر کاروان بريد کړى و.
سرچينې زياته کړې چې په دې بريد کې ١٤ سرتيري وژل شوي دي او په ځوابي بريد کې بريدګرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا د پوځ لخوا په يوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون د شمالي وزيرستان په رزمک سيمه کې د يوې چاودنې له امله د يوه افسر په ګډون شپږ سرتيري وژل شوي دي.
ددې بريدونو مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى، خو پخوا د بلوچستان د بريدونو مسووليت د بلوڅ ازادۍ غوښتونکې ډلې اخيستلو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن