ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په بدخشان کې لسګونو وسله والو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې”

17 Oct 2020 - 14:55
17 Oct 2020 - 14:55

فيض اباد(پژواک، ٢٦ تله ٩٩): د بدخشان پوليس وايي چې په درې ورځنيو جګړو کې ١٥وسله وال مخالفين او ١١ امنيتي سرتېري وژل شوي او ٤٠ طالبان ټپيان دي، خو طالبان دغه ادعا ردوي وايي چې ٣٦امنيتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د بدخشان د امنيه قوماندانۍ وياند ثناالله روحاني پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو له يوې اوونۍ راهيسې ددغه ولايت په ځينو ولسواليو کې بريدونه زيات کړي دي.

دده په خبره، وسله والو په تېرو درې ورځو کې پر وردوج، نسي، ارغنج خواه او یفتل ولسواليو بريدونه کړي چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي دي.

د روحاني په خبره، په دې درې ورځو کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او ٤٠نور يې ټپيان شوي دي.

دده په وينا، چې په دې نښتو کې ١١ امنيتي سرتېري هم وژل شوي دي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې جګړو کې ٣٦امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او دوه طالبان په کې وژل شوي او څلور نور ټبيان دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version