چاریکار (پژواک، ۲۶ تله ۹۹): د پروان په سانګ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د دې ولسوالۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې د امر په ګډون درې پولیس وژل شوي، بلخوا په کاپیسا کې یوې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.
د پروان د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي وايي، نن سهار اووه بجې د دغه ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د پولیسو پر رينجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه.
د ده د معلوماتو له مخې، په یاده پېښه کې د سالنګ ولسوالۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې امر جمال الدین، د یادې ولسوالۍ د پولیسو د بلوک قوماندان او یو سرتېری وژل شوي او د سالنګ ولسوالۍ له ترورېزم سره د مبارزې امر ټپي شوی دی.
د هاشمي په خبره، یاد کسان د سالنګ ولسوالۍ للمه سبزک کلي ته د یوې پېښې د ارزولو لپاره تللي وو چې پر موټر یې د سړک غاړې ماین چادونه شوې ده.
په ورته وخت کې د پروان د ملکي روغتون سرطبیب ډاکتر عبدالخلیل حیدري مني چې دغه روغتون ته درې جسدونه راوړل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، په کاپیسا ولایت کې یوې نجلۍ په ښکاري چره يي ټوپک ځان وژنه کړې ده.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول بدالشایق شورش وویل، یاده پېښه تېره شپه د خمزرګر ولسوالۍ اړوند کوهستان اول سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، یادې نجلۍ په ښکاري چره يي ټوپک ځان وژلی او د پېښې لامل تر اوسه معلوم نه دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن