ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې لسګونه کیلوګرامه نشه یي توکي ترلاسه شوي

18 Oct 2020 - 14:21
18 Oct 2020 - 14:21

زرنج (پژواک، ٢٧ تله ٩٩): د نیمروز امنیه قومانداني له ۱۴۰ کیلوګرام بېلابېل ډول نشته یې توکو د کشف او ترلاسه کولو او ورسره په تړاو د یوه کس د نیول کېدو خبر ورکوي او زیاتوي چې د نښتې پر مهال یو قاچاقبر وژل شوی هم دی.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي چی د نیمروز د امنیې قوماندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو تېره شپه ناوخته د زرنج ښار په شمال کې د یو لړ کشفي عملیاتو پر مهال ۴۳ کیلوګرامه هیرویین، ۳۷ کیلوګرامه تریاک، ۶۰ کیلوګرامه مت امیفتامین او د کافین په نوم دوه کیلو جامد کيمیاوي توکي چې په یوه کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او ترلاسه کړي دي.

سرچینه لیکي چې د قاچاق کوونکو او پولیسو ترمنځ نښته هم شوې چې په پایله کې یې یو قاچاقبر وژل شوی او یو بل نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې  لیکلي چې له قاچاقبرانو یو کلاشینکوف، درې شاجورونه، ۴۳ مرمۍ، یو د خوست نمبر پلېټ کرولا موټر هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version