کابل (پژواک، ۳۰ تله ۹۹): د ولسمشرۍ لومړي مرستیال امرالله صالح اعلان وکړ چې د نوې پرېکړې له مخې، د مجرمینو او فراریانو انځورونه دې په لویو پوسټرونو کې چاپ او د کابل ښار په ناحیو کې دې ولګول شي، څو خلک د هغوی په پیدا کولو کې مرسته کړي.
د ولسمشر لومړي مرستیال چې تازه یې د کابل ښار د امنیت مدیریت پر غاړه اخیستی، د کابل امنیت ټینګښت لپاره یې نن څلورمه پرېکړه چې ۱۳ مادې لري، پر خپله فېسبوک پاڼه خپره کړې ده.
لومړۍ ماده: د مجرمینو او فراریانو انځورونه په لویو پوسټرونو کې چاپ او د کابل ښار په ناحیو کې راځوړوندېږي څو خلک د هغوی په موندلو کې مرسته وکړي او د خلکو له ډاره یا قانون ته غاړه کېږدي او یا هم انسان شي. منفي تشهیر ډېر ژر پیلېږي.
دویمه ماده: د کابل له ښاروالۍ وغوښتل شول چې د پلیو لارو په پاکولو کې له خال خال ځای پاکولو ډډه وکړي او د سړک په سړک له مېتوده دې کار واخلي.
د دې مادې په دوام کې راغلي چې په راتلونکو ورځو کې باید د کابل خلک د هغه اغېز وګوري. یو څه اقدام دلته او یو څه اقدام هلته ترسره شي، پر غاصب اغېز نه کوي. روښانه - د سنجش وړ او لوی اقدام ته اړتیا ده چې نور د عبرت درس واخلي.
درېیمه ماده: د پولیسو د تلاشۍ ټولې پوستې پر داسې کامرو سبمالېږي چې د غږ د ثبت او انځور اخیستلو وړتیا ولري او هغه کسان چې له زور او واکه په ګټې اخیستنې پر پولیسو فشار راوړي او چیغه پرې کوي، باید تشهیر شي. د کامرو پېرېدنه سر له نن ورځې پیلېږي.
څلورمه ماده: د خلیل لمر بېرحمانه قتل هغه افسر چې د نشه یي توکو د یوه ډېر خطري بانډ په افشا کولو کې یې رول درلود، څارل کېږي.
هغه توانېدلی و چې د قاچاقبرانو یوه شبکه چې د نظام دننه یې نفوذ درلود، افشا کړي. په دغو ورځو کې ټاکل شوې وه د قانون له مخې د مجرمینو د ملکیتونو بېرته راګرځول، د دې شبکې شتمنۍ تثبیت او ضبط شي. د هغه قتل له دې دوسیې سره مستقمه اړیکه لري او موضوع تعقیبېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن