ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو او امريکا د افغانستان د اقتصادي پانګونې په اړه خبرې وکړې

22 Oct 2020 - 16:57
22 Oct 2020 - 16:57

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٩) : د امريکا د نړيوال مالي پراختيا بنسټ پلاوي په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره په افغانستان کې د اقتصادي پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم د لړم په لومړۍ نېټه، په ټويټر کې ليکلي چې د امريکا د نړيوال مالي پراختيا بنسټ اجراييوي مشر ادم بولر پورن ماښام دوحه کې د شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ پلاوي سره وليدل.

هغه زياته کړې چې په دغې ناسته کې په افغانستان کې د اقتصادي پانګونې او سرمایه ګذارۍ د فرصتونو په اړه خبرې وشوې.

ډاکټر نعيم وايي، امريکايي پلاوي وویل چې افغانستان د نړیوالې پانګونې لپاره غوره هېواد دی؛ نو بايد آرامي او سوله ورته راشي، ترڅو نړیواله پانګونه ورته راجلب شي.

د نوموړي په وينا، د طالبانو له خوا په افغانستان کې د نړيوالې پانګونې لېوالتیا ته هرکلی وویل شو او ډاډ يې څرګند کړ چې په راتلونکي افغانستان کې به نړيوالې پانګونې او همکارۍ ته زمینه برابروي.

د طالبانو د قطر دفتر وياند وايي، چې په دغې ناسته کې د دوحې توافقنامې پر اهميت او ارزښت هم خبرې وشوې، ځکه چې د نوموړې توافقنامې په پايله کې سوله منځ ته راځي، سوله او امنیت په خپل وار سره د اقتصادي پانګونې لپاره زمینه مساعدوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version