ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتیار: د افغانستان مسئلې د حل یوازېنۍ لار د لنډمهال حکومت رامنځته کول دي

25 Oct 2020 - 10:49
25 Oct 2020 - 10:49

کابل (پژواک، ۴ لړم ۹۹): د افغانستان د حزب اسلامي مشر د موقت حکومت جوړېدل په افغانستان کې د حل یوازېنۍ حللاره ګڼي، خو حکومت د یادو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې حکمتیار په وروستیو څلورو لسیزو کې له برحاله نظامونو سره له مخالفت پرته افغانانو ته بل هېڅ پیغام نه لري.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د تلې په ۲۸مه د افغان سولې په تړاو له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره پاکستان ته سفر وکړ، نوموړي په یاد سفر کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان او بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ګډون د دغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کړې دي.

حکمتیار نن (د لړم ۴ مه) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته د یاد سفر د پایلو په اړه د معلوماتو شریکولو پر مهال وویل، په افغانستان کې به سوله تامین شي او نوموړی به دغه کار ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړه، پاکستان ډاډ ورکړی چې د افغان سولې په بهیر کې به رښتینی کار کوي.

د حکمتیار په خبره، طالبان اوسنی حکومت نه مني او یوازېنۍ حللاره د لنډمهال حکومت جوړېدل دي.

هغه په هېواد کې د وروستیو ناامنیو په غبرګون کې وویل، د امنیت ټينګښت د حکومت مسوولیت دی او که دغه کار نه شي کولای یاد مسوولیت باید خلکو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې ګلبدین حکمتیار پنځه ورځې مخکې په پاکستان کې یوې خبري ناستې ته ویلي وو: ((امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې او له وتلو پرته بله چاره نه لري.))

نوموړي په دوحه کې د سولې پر روانو خبرو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي: ((د دوحي اوسنۍ خبرې یواې د ارګ د یوه ټېم او طالبانو ترمنځ دي او د ټولو افغانانو خبرې نه دي، ځکه په یادو خبرو کې ډېر سیاسي ګوندونه شریک نه دي. موږ په کې نشته یو، اړتیا ده چې یوه اجماع رامنځته شي او وروسته په یوه نظر خبرې وکړو.))

د حکمتیار د یادو څرګندونو په اړه حکومت غبرګون ښودلی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د حکمتیار له یادې خبري ناستې وروسته پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي: ((د الله ج په فضل زموږ په هېواد کې د بیان ازادي شته او حکومت هم سیاسي ازادیو ته ژمن دی. دغه ښاغلي [حکمتیار] په تېرو څلورو لسیزو کې د برحاله نظامونو پر وړاندې له مخالفت او له دې ډول جملو پرته د افغانستان خلکو ته بل هېڅ پیغام نه لري، خلک د دغه ډول څرګندونو پر وړاندې بې تفاوته دي.))

بلخوا په فرهنګي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار شاه حسین مرتضوي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: ((حکمیتار له ځان سره د موقت حکومت نسخه راوړې ده.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version