ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په پروني بريد کې ٢٤کسان وژل شوي او ٥٧نور ټپيان دي

25 Oct 2020 - 10:17
25 Oct 2020 - 10:17

کابل- درېيم تعقيب (پژواک، ٤لړم ۹۹): د کورنيو چارو وزارت وايي چې په کابل کې د تېرې ورځې د شوي ځانمرګي بريد مسووليت داعش ډلې منلى دى، په دغه بريد کې ٢٤ کسان وژل شوي او ٥٧نور ټپيان دي. 

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین په خپل ټويټر کې ليکلي چې ياد بريد تېره ورځ مازيګر مهال د ١٣امنيتي حوزې اړوند د پل خشک په سيمه کې شوى دى.

سرچينه وايي چې بريد په هغه کوڅه کې شوى چې د "کوثر دانش" په نوم يوه کورس په کې موقعيت لري.

نوموړي زياته کړې چې يوه ځانمرګي بريد کوونکي غوښتل چې ياد کورس ته ننوځي، خو د کورس ساتوونکو هغه پېژندلى او ځانمرګي موخې ته له رسېدو مخکې په کوڅې کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې دغه بريد په دوى پورې تړاو نه لري.

د داعش ډلې له شواهدو پرته ددغه بريد مسووليت منلى دى.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ياد بريد او په غزني کې چاودنه په کلکه غندلي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version