ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعودي: راتلونکې اوونۍ بهرنيان هم د عمرې د ادا کولو لپاره راتللى شي

26 Oct 2020 - 20:52
26 Oct 2020 - 20:52

کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٩) : د سعودي حکومت اعلان کړى چې له راتلونکې څخه بهرنيان هم کولى شي چې په ځانګړو شرايطو سره په دغه هېواد کې د عمرې مراسم ادا کړي.

 د سعودي د حج او عمرې وزارت د لړم په ٥مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې تر کرونا وروسته دوى د عمرې ادا کول پيل کړي او په لومړيو دوو پړاوونو کې يواځې سعودي مېشتو خلکو ته ددې مراسمو د ادا کولو اجازه ورکړل شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې سر له راتلونکۍ اوونۍ د يکشنبې په ورځ د لړم له يوولسمې او د جمادي الاول ١٥مې نېټې څخه له بهرنيو هېوادونو څخه هم خلک د عمرې د ادا کولو لپاره راتللى شي.

سرچينې زياته کړي چې عمره کوونکي به سعودي ته له رسېدو سره سم درې ورځې په قرنطين کې تېروي او ټولې هغه لارښوونې به عملي کوي چې د سعودي د روغتيا وزارت د کرونا د مخنيوي لپاره اعلان کړې دي.

د سعودي د حج او عمرې وزارت ويلي چې د عمرې ټول شرکتونه او ادارې بايد د روغتيا وزارت لارښوونې عملي کړي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کېږي.

دغه راز سرچينې ويلي چې عمره کوونکي به د کرونا د پي سي ار ټسټ سند ولري چې له سفر څخه ٧٢ ساعته مخکې يې کړى وي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې عمره کوونکو بايد په ځانګړي اپلېکېشن کې ځان راجستر کړى وي او له ځانه سره د بېرته تګ ټکټ هم ولري.

د يادونې ده چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس د خپرېدو له امله سعودي له تېرو څو مياشتو راهيسې د عمرې مراسم بند کړي وو او د حج مراسم هم په ډېر محدود ډول ترسره شول. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version