ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست ښار کې د چاودنې له امله يو تن وژل شوى او اته نور ټپيان دي

26 Oct 2020 - 18:59
26 Oct 2020 - 18:59

خوست (پژواک، ٥ لړم ٩٩) : ځايي چارواکي وايي چې په خوست ښار کې موټر سايکل بم چاودنه شوې، چې له امله يې يو تن وژل شوی او اته نور ټپيان دي

د خوست د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر د لړم په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چادونه نن ماښام ۵ بجې او ۳۰ دقيقې د‌ ښار مرکزي برخه کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون ته څېرمه شوې.

هغه زياته کړه، چې چاودېدونکي توکي په يوه موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او د چاودنې له امله يې څلور تنه ملکي کسان ټپيان شوي دي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د خوست دعامې روغتيا رياست يوې سرچينې پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې اته تنه ټپيان شوي دي.

خو په خوست ښار کې د بابريګل په نوم د خصوصي کلينيک يو تن موظف ډاکټر بيا پژواک اژانس ته وويل چې دوی ته د پېښې له ځايه يو مړی او پنځه ټپيان ور وړل شوي دي.

د چاودنې مسوولیت تراوسه چا نه دى منلى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version