ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار او ميدان وردګو کې چاودنو اووه ملکي وګړي وژلي

26 Oct 2020 - 15:42
26 Oct 2020 - 15:42

کندهار، کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٩): په ميدان وردګو او کندهار ولايتونو کې د چاودنو له امله اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ميدان وردګو ولايت مقام له خوا د لړم په ٥مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د میدان وردګو جلرېز ولسوالۍ ته په غځېدلې لار د کوټه عشرو سيمه کې د وسله والو مخالفینو د سړک غاړې ماین په چاودنه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړه، دغه چاودنه چې پر سراچه موټر شوې، موټر بشپړ ويجاړ شوی او په کې سپاره کسان ټول کسان له منځه تللي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار د چک ولسوالۍ د انبوخاک په خوسا چینه سیمه کې د وسله والو مخالفینو له خوا پر خښ شوي ماین له مڼو بار مازدا موټر برابر شوی چې له امله يې چلوونکى وژل  شوى دى.

د يو بل خبر له مخې، د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ په ویان سیمه کې هم د ملکي وګړو پر یوه ټونس موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې پېښه کې تېره شپه رامنځته شوې، دوه ملکي وګړي وژل شوي او یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.

هغه زیاته کړه، دغه ماین د وسله والو مخالفینو له خوا امنیتي ځواکونو ته ځای پر ځای شوی و چې ملکي وګړي یې ښکار شول.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې په کندهار کې د وسله والو طالبانو له خوا پر امنیتي پوستو د بریدونو ترڅنګ د سړک غاړې ماینونو خښولو ته زور ورکړی دی.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د ملکي وګړو ډېره مرګ ژوبله د وسله والو طالبانو د خښ شوو ماینونو له امله ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version