ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ختيځو ولايتونو ديني عالمانو د اوربند غوښتنه وکړه

28 Oct 2020 - 16:44
28 Oct 2020 - 16:44

جلال اباد (پژواک، ۷ لړم ۹۹): د ختيځو ولايتونو ديني عالمان وايي، تر دې وروسته به د ممبرونو له لارې د سولې غږ پورته کوي او له طالبانو به غواړي چې اوربند وکړي.

دوی ټينګار کوي چې د اسلام له نظره په افغانستان کې جګړه حرامه ده او وسله وال طالبان دې جګړه بس کړي.

دغو ديني عالمانو په ورته وخت کې پر حکومت هم غږ وکړ چې که د سولې مذاکراتي پلاوی طالب استازو ته د جګړې د حراموالي او سولې ټينګښت په اړه قناعت نه شي ورکولی، نو د هغوی پر ځای دې له افغان لوري هم ديني عالمان د سولې خبرو ته ولېږدول شي.

د ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولايتونو دا لسګونه ديني عالمان د لړم په ۷مه د جلال اباد ښار شېرزي لوبغالي کې راټول شوي وو.

د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي محمد داوود مجاهد وويل، د نړۍ ديني عالمان اوس دې پايلې ته رسېدلي چې د افغانستان جګړه حرامه ده او په دې اړه يې فتواوې ورکړې دي.

دی وايي، د ختيځو ولايتونو ديني عالمان هم له وسله والو طالبانو غواړي چې جګړه ودروي، اوربند وکړي او د سولې خبرو ته لار پرانيزي.

ديني عالم مولوي محمد صادق وويل، ديني عالمان بايد تر دې وروسته د سولې د ټينګښت او اوربند لپاره د ممبرونو له لارې غږ پورته کړي چې د ختيځ زون ديني عالمان دغې چارې ته ژمن دي.

هغه زياته کړه : ((له حکومت نه مې دا غوښتنه ده، چې دغه مذاکراتي ټيم چې دوی ورلېږلی دی هغه دې بېرته راوغواړي چې دمه شي، ديني عالمان دې ولېږي لکه څنګه چې د طالبانو استازي علما دي دوی به هم عالمان شي چې قناعت ورکړي.))

 ديني عالم مولوي حفيظ الحق قاري وايي چې د ختيځ زون د عالمانو دريځ دا دی چې دواړه خواوې وسله وال طالبان او افغان حکومت بايد تنازل وکړي او يو بل ته له شخصي غوښتنو تېر شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له دیني علماوو غوښتي و چې هېواد کې دې د طالبانو د جګړې پرخلاف د حراموالي فتوا نه ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version