ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه څارنوالۍ ته د هرات د والي او ۲۰ نورو کسانو د معرفي کېدو څرنګوالی څېړي

28 Oct 2020 - 14:41
28 Oct 2020 - 14:41

کابل (پژواک، ۷ لړم ٩٩): د ولسي جرګې له خوا د کرونا د مخنیوي په بودجه کې د فساد په تور څارنوالۍ ته د هرات د والي په ګډون د ۲۱ کسانو د معرفي کېدو د څرنګوالي څېړلو پر سر د ولسي جرګې دوو غړو شخړه وکړه.

د ولسمشرۍ د بازرس ادارې یاد کسان د تېرې میاشتې په پنځمه د کرونا په بودجه کې د اختلاس په تور څارنوالۍ ته معرفي کړل او لویې څارنوالۍ د روانې لړم میاشتۍ په پنځمه خبر ورکړ چې د هرات د والي وحیداله قتالي، د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا او د ولایتي شورا د درېیو غړو (احمد کروخي، نجیب الله محبي او غلام حبیب هاشمي) په ګډون یاد ۲۱ کسان د کرونا په بودجه کې د اداري فساد په تور محکمې ته معرفي شوي دي.

ولسي جرګه کې د هرات خلکو استازي حمیدالله حنیف نن د دې جرګې ناستې ته وویل چې څارنوالي ته د فساد په تور د هرات ولایت ۲۱ کسانو معرفي کېدل د شخصیتونو ترور دی او دغه کار د یوې توطیې له مخې شوی دی.

دی وايي: "حکومت باید د دغو کسانو پر دوسیو بیا کتنه وکړي څو بې ګناه خلک قرباني نه شي."

د جرګې بل غړي غلام فاروق هم یادې موضوع ته په اشارې وویل چې څارنوالۍ ته یاد معرفي شوي کسان "بانفوذه خلک" دي او دوی ته داسې راپورونه رسېدلي چې حکومتي کړیو دا کار قصدي کړی او اساس نه لري.

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني د جرګې د تفتیش کمېسیون ته دنده وسپارله چې دغه موضوع  وڅېړي.

رحماني د یاد کمېسیون له مشر شاپور حسنزي څخه وغوښتل چې د دې موضوع څېړلو ته پلاوی وټاکي.

خو د ولسي جرګې د روغتیا کمېسیون مرستیال یارباز حمیدي اعتراض وکړ او دغه پرېکړه یې د رحماني یو اړخیز قضاوت وباله.

په دې وخت کې د جرګې د تفتیش کمېسیون مشر شاپور حسنزي او یار باز حمیدي ترمنځ شخړه وشوه، یو او بل یې په سوکانو ووهل.

په دغه کار د جرګې نورو غړو غبرګون وښود.

د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست له رحماني وغوښتل چې له دواړو وکیلانو سره د جرګې د داخلي اصولو له مخې قانوني چلند وکړي.

دی وايي: "دوی د دې مسئلې له څېړلو سره څه علاقه لري؟ رییس صاحب موږ رسنیو او خلکو ته بیا یو سند ښکاره ورکوو، ولسي جرګه د بدمعاشۍ او پهلوانۍ خونې په نوم ور پېژنو."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version