ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اماراتو سره دافغانستان د هوایي ډګرونو دخدماتو په تړاو څلور تړونونه لاسلیک شول

29 Oct 2020 - 21:14
29 Oct 2020 - 21:14

کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۹۹): د هیواد د هوایي ډګرونو د امنیتي خدمتونو،  عملیاتي مدیریت،  ځمکني خدمتونو، سیستم جوړولو او ټکنالوژۍ تړونونه لاسلیک شول.

له ارګ څخه د لړم په ۸مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا تړونونه نن دولسمشر محمد اشرف غني په شتون کې لاسلیک شول.

سرچینې زیاته کړې، په دې مناسبت جوړو شویو مراسموکې د ملي امنیت سلاکار، د مالیې وزارت سرپرست، د چارو ادارې لوی رئیس او یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي مقاماتو هم حضور درلود، یاد قراردادونه د متحده عربي اماراتو د G42 شرکت رئیس منصور المنصوري او د ملکي هوایي چلند ادارې د رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده له لوري لاسلیک شول.

د پانګونې اسانتیا واحد رییس عطاالله نصیب وویل، ولسمشر غني متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر پر مهال لارښوونه وکړه چې د متحده عربي اماراتو د ملي هوايي چلند برخو  سره د همکارۍ پروسه پیل او له تجربو یې استفاده وشي.

هغه زیاته کړه، د متحده عربي اماراتو د G42 شرکت له افغانستان سره د هوايي چلند په برخه کې د همکارۍ په خاطر خپله لېوالتیا او ژمنه څرګنده کړه او دغه شرکت د هوایي چلند، انرژۍ، روغتیایي خدمتونو، تېلو، ګاز او استخراجي صنایعو په برخه کې زیاتې تجربې لري.

عطاالله نصیب وویل، یاد درې قراردادونو د افغانستان په څلورو بین المللي هوايي ډګرونو حامد کرزي، مولانا جلال الدین بلخي ،احمدشاه بابا او هرات بین المللي هوايي ډګرونو کې د هوایي ډګرونو د ټکنالوژۍ او سیستم جوړولو او ځمکني خدمتونه، عملیاتي مدیرت او امنیتي خدمتونه، شامل دي.

وروسته د متحده عربي اماراتو د G42(GAAC)  شرکت رئیس منصور المنصوري وویل، د ویاړ ځای دی چې افغانستان ته راغلی یم او د ولسمشر غني په حضور کې مو د متحده عربي اماراتو د G42 شرکت او د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې تر منځ د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.

هغه د هوایي چلند خدمتونو وړاندې کولو او مدیریت په برخه کې د G42 شرکت د تجربو په اړه معلومات وړاندې او زیاته یې کړه، د دغو تړونونو لاسلیکول د متحده عربي اماراتو او افغانستان ادارو د لازیاتې همکارۍ د فرصتونو پیل دی.

ولسمشر غني وویل ، غه قراردادونه واقعا ستراتېژیک دي. د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ سیاسي او تاریخې نېکې اړیکې د اقتصادي همکاریو بشپړ مشارکت نومولی شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version