ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژلي

29 Oct 2020 - 14:38
29 Oct 2020 - 14:38

کندهار (پژواک، ۸ لړم ۹۹): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې پر یوه زرنج موټر سایکل چاودنه شوې چې په کې سپاره پنځه تنه وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

پېښه د دغې ولسوالۍ په سرکارېز سیمه کې تېره شپه شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د میوند ولسوالۍ په سرکارېز سیمه کې د وسله والو طالبانو ځای پر ځای شوی ماین د ملکي وګړو پر یوه زرنج موټر سایکل چاودېدلی دی.

دی وايي، په زرنج موټر سایکل کې د یوې کورنۍ ۶ غړي سپاره وو چې د چاودنې له امله ۵ تنه وژل شوي چې درې ماشومان، یوه مېرمن او یو سپین ږیری په کې شامل دي او یو ځوان ټپي شوی دی.

د ده په خبره، تر پېښې سمدستي وروسته پولیس سیمې ته رسېدلي او ټپي وګړی یې روغتون ته لېږدولی دی.

بارکزی وايي، وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د بریدونو تر څنګ پر عامو لارو ماینونو خښولو ته هم زور ورکړی چې ډېر مهال په کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د کندهار یو شمېر ولسوالیو ته سلګونه وسله وال راغلي او جګړې یې پیل کړي چې پر وړاندې یې د امنیتي ځواکونو له خوا عملیات روان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version