ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ٩١ کسان پر کرونا اخته او درې یې له امله مړه شوي

31 Oct 2020 - 15:27
31 Oct 2020 - 15:27

کابل (پژواک، ١٠ لړم ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٩١ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤١٤٢٥ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لړم په ١٠مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢١٠ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٩١ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤١٤٢٥ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٢٠ کسان په کندهار، ٢٠ په تخار، ١٥ په بغلان، ١٥ په خوست، ١٤ په پکتيا، پنځه په کندوز او يو-يو په لغمان او پکتيکا ولايتونو کې پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٣ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٣٤٣٢١ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله درې کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٥٣٦ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې په هېواد کې د کرونا دويم موج د رامنځته کېدو په حال کې دى، خو دوى يې پر وړاندې د مبارزې لپاره پوره چمتووالى لري.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version