ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“بدخشان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ۴۰ زره ماشومان له پولیو واکسینه پاتې دي”

1 Nov 2020 - 15:14
1 Nov 2020 - 15:14

فيض اباد(پژواک، ١١ لړم ٩٩): د بدخشان د عامې روغتیا رییس ادعا کوي چې د طالبانو د ممانعت له امله په یاد ولایت کې ۴۰ زره هغه ماشومان چې عمر یې تر پنځو کلونو کم دی د پولیو له واکسین څخه پاتې شوي، خو طالبان دغه ادعا ردوي.

د بدخشان د عامې روغتیا رییس ډاکتر نورخاوري پژواک ته وویل، ټاکل شوې وه چې په دغه ولایت کې ۲۶۵ زره هغو ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شي چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وي خو طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې دغه کمپاین ته اجازه نه ده ورکړې.

د نوموړي په خبره، د طالبانو د مخالفت له امله ۴۰ زره کم عمره ماشومان د طالبانو تر واک لاندې سیمو (یمګان، راغستان، دره خستک او جرم ولسوالیو او د وردوج ولسوالۍ په ځينو سیمو) کې د پولیو واکسین له تطبیق څخه پاتې شوي دي.

هغه زیاته کړه: ((له بده مرغه دا ځل طالبانو وویل، واکسین باید کور په کور ونه شي، بلکې په کلینیکونو کې ترسره شي.))

نوموړي وویل، همدا اوس په یاد ولایت کې د فلج یوه مثبته پېښه ثبت شوې او که ټولو کم عمره ماشومانو ته واکسین تطبیق نه شي د پېښو د ډېرېدو خطر زیاتېږي.

خو د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد یاده ادعا رد کړه او ويې ویل، دوی به هيڅکله ماشومانو ته د واکسینو د تطبیق مخه ونه نیسي.

هغه زیاته کړه، ځينې کورنۍ خپله نه غواړي چې ماشومان یې واکسین شي او دغه کار په طالبانو پورې هيڅ اړوند نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا مسوولینو نږدې دوه میاشتې مخکې د واکسین د پلي کېدو د درېیمې دورې پر مهال ادعا کړې وه چې د طالبانو د ممانعت له امله په یاد ولایت کې ۲۶ زره ماشومانو ته واکسین نه دى ورکړل شوى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version