ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر ۲۴ ساعتونه په هېواد کې ١٣٢ کسان پر کرونا اخته او پنځه یې له امله مړه شوي

2 Nov 2020 - 15:26
2 Nov 2020 - 15:26

کابل (پژواک، ١٢ لړم ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٣٢ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۱۶۳۳ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لړم په ١٢مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٤٥٣ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ١٣٢ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۱۶۳۳ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٢٦ کسان په کندهار، ٢١ په بلخ، ١٦ په زابل، ١٥ په تخار، ١٥ په بغلان، ١٣ په کابل، نهه په هلمند، اووه په ننګرهار، څلور په کندوز، درې په دايکنډي، دوه په کونړ او يو کس هم په پنجشېر کې پر کرونا اخته شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هرات ولايت د کرونا ويروس د نوو مثبتو په اړه څه نه دي ويل شوي.

هرات تر پلازمېنې کابل وروسته د کرونا د ډېرو مثبتو پېښو لرونکى ولايت دى.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٦ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۴۳۴۲ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله پنځه کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٥٤١ ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې په هېواد د کرونا دويم موج رامنځته کېدو په حال کې دى، خو دوى يې پر وړاندې د مبارزې لپاره پوره چمتووالى لري.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version