ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینې: کابل پوهنتون ته څېرمه چاودنه شوې او د ډزو غږونه اورېدل شوي

2 Nov 2020 - 12:04
2 Nov 2020 - 12:04

کابل (پژواک، ١٢لړم ٩٩): ځینو سرچینو ویلي چې یو شمېر بریدګر د کابل دولتي پوهنتون ته دننه شوي او د عیني شاهدانو په وینا، د برید کوونکو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده او د پېښې له ځایه د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

په کابل پوهنتون کې یوې مسوولې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پوهنتون په انګړ کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د هغه په ​​وینا، د دغه تعلیمي بنسټ امنیتي چارواکو دوی ته ویلي چې بریدګر پوهنتون ته ننوتلي او له امنیتي ځواکونو سره یې نښته پیل کړې ده.

د کابل پوهنتون یوه محصل هم پژواک ته وویل چې د پوهنتون چارواکو د لیلیې محصیلنو ته ویلي چې لیلیه پرېږدي او خوندي ځای ته لاړ شي.

د کورنیو چارو وزارت هم تایید کړې چې د کابل پوهنتون په ساحه کې د ډزو غږونه اورېدل شوي، پولیس د پېښې ځاى ته رسېدلي او په دې اړه به نور جزیيات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

په دې اړه به نور جزيیات وروسته په ډاګه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version