ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​هلمند کې چاودنې ١٢ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

2 Nov 2020 - 12:51
2 Nov 2020 - 12:51

تعقيبي- لښکرګاه (پژواک، ١٢ لړم ٩٩): د هلمند په مرکز کې د ماين چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د لړم په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د مرکز لښکرګاه د درېيمې حوزې اړوند د منډوي په سيمه کې د ملکي وګړو پر سراچه موټر د ماين چاودنه وشوه.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

ځواک زياتوي چې د پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

بل لور ته په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې له يادې پېښې څلور جسدونه او څلور ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.

سرچينه وايي، یاد کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې وو، په یو ډينا موټر کې سپاره وو چې چاودنه پرې شوې ده.

په ورته وخت کې د هلمند والي تورن جنرال ياسين خان هم پېښه تاييدوي او وايي چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى و.

خو بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version