ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو طالبانو پکتيا کې له ډرون کامرو په استفادې بمي بریدونه کړي

5 Nov 2020 - 12:09
5 Nov 2020 - 12:09

ګردېز (پژواک، ١٥ لړم ۹۹): له تېرو څو اوونيو راهيسې وسله والو طالبانو د پکتيا په ځينو سيمو کې له ډرون کامرو په استفادې پر ځينو امنيتي پوستو او ځايونو بمونه غورځولي دي.

له دې ډلې درې بريدونه په زرمت او يو هم په ميرزکې ولسوالۍ کې ترسره شوي چې پنځه پوليس يې ټپيان کړي دي.

په زرمت ولسوالۍ کې د پوليسو يوه مسوول د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې له ډرون کامرو په استفادې سره پر امنيتي پوسته د بم غورځولو لومړی برید پر ياسين کمپ، دويم د موزو او درېيم هغه پر روحاني بابا کمپ ترسره شوی دى.

نوموړی وايي: ((په اول بريد کې دوه نفر، په دويم کې يو نفر او په درېيم بريد کې هم يو نفر پوليس زخميان شوي او يو نظامي واسطه هم تخريب شوې ده.))

د ميرزکي ولسوالۍ يو اوسېدونکی عمرګل منګل وايي چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د دې ولسوالۍ پر دروازه هم له هوا يو بم غورځول شوی و چې دوه پوليس په کې ټپيان شوي وو.

منګل زياته کړه: ((دا د ټولو لپاره بېخي حيرانوونکې وه چې طالبان له هوا بمونه غورځوي؛ که دا هر څه وي بايد جدي پوښتنه يې وشي.))

د پکتيا د ملي امنيت رياست يوه کارکوونکي هم د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې له زرمت وروسته ورته بريد په ميرزکې ولسوالۍ کې هم شوی دی.

په دې اړه د پکتيا ولايت سرپرست امنيه قوماندان سمونوال لطف الله کامران هم دا مسئله مني، خو وايي چې له وسله والو طالبانو سره بې پيلوټه الوتکې نشته، بلکې څو ځلې يې په ډرون کامرو کې کوچني بمونه نښلولي او غورځولي يې دي.

کامران پژواک ته وويل: ((نه، نه بې پېلوټه طيارې نه دي؛ دا ډرون کامرې ده چې ويډيو ترې کېږي؛ واړه، واړه ماينونه پسې نښلوي او بريدونه پرې کوي.))

د اړوندې موضوع په اړه په تېرو پنځو ورځو کې پژواک خبري اژانس څو ځلې له وسله والو طالبانو سره اړيکه ونيوه خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد يواځې دومره پژواک ته وويل چې په دې اړه څېړنه کوي او بيا يې معلومات له پژواک سره شريکوي.

د يادونې ده، څو ورځې وړاندې هم د کندوز ولايت پر مقام له هوا څخه يو بم ورغوځول شو چې د والي څلور ساتونکي په کې ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.

ويل کېږي چې دغه بريد کې هم له همدغو کامرو په استفادې ترسره شوى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version