ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ١٢١ کسان پر کرونا اخته او شپږ یې له امله مړه شوي

5 Nov 2020 - 14:26
5 Nov 2020 - 14:26

کابل (پژواک، ١٥ لړم ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٢١ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۱۹۳۵ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لړم په ١٥مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٣٥٦ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ١٢١ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۱۹۳۵ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ١٦ په ننګرهار، ١٥ په غزني، ١٤ په کابل، ١٤ په بلخ، ١٣ په بغلان، ١١ په تخار، ١١ په زابل، لس په کندهار، لس په کاپيسا، پنځه په نيمروز او دوه په اروزګان ولايت پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هرات ولايت د کرونا ويروس د نوو مثبتو پېښو په اړه څه نه دي ويل شوي.

د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست وياند محمد رفيق شېرزي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د اختصاصي موادو د نه شتون له امله په تېرو څلورو ورځو کې د کرونا شکمنې پېښې نه دي ازمايل شوې.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٦ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۴۴۴۰ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله شپږ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٥٥٤ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version