ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: د هلمند لپاره د طالبانو والي ټپي شوى

7 Nov 2020 - 10:59
7 Nov 2020 - 10:59

کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٩): حکومتي مسوولين ادعا کوي چې د هلمند لپاره د وسله والو طالبانو والي ټپي شوى او د دغه ولایت د نادعلي ولسوالۍ لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول وژل شوى دى.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د لړم په ١٧مه د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري رسنيو ته استول شوې ده.

سرچينه وايي چې د هلمند لپاره د وسله والو طالبانو د والي مولوي محب الله په ګډون د وسله والو طالبانو يوې ډلې د نادعلي ولسوالۍ په زرغون کلي کې غونډه درلوده.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې وسله وال طالبانو د دې لپاره په دې سيمه کې راټول شوي وو څو د نادعلي ولسوالۍ پر ځينو سيمو د بريدونو لپاره پلان جوړ کړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې هوايي ځواکونو د طالبانو پر يادې غونډې بريد کړى چې په ترڅ کې یې د نادعلي ولسوالۍ لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول په ګډون لس کسان وژل شوي دي.

سرچينه زياتوي چې د بريد پر مهال د هلمند لپاره د طالبانو والي محب الله مشهور په صداقت هم ټپي شوى دى.

د خبرپاڼې په حواله چې په دغه بريد کې د وسله والو طالبانو شپږ موټر، يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version