ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردیز کې پر پولیسو موټر بم برید شوی خو زیان نه لري

8 Nov 2020 - 20:52
8 Nov 2020 - 20:52

ګردېز (پژواک، ۱۸ لړم ۹۹): د پکتیا ولایت د ګردېز ښار اړوند په ترکاڼان سيمه کې د پوليسو پر درېيم ماموريت موټر بريد وشو.
د پکتيا د امنيت آمر سمونوال لطف الله کامران پژواک ته وويل چې د ماموريت پوستې شاوخوا خندقونه دي او کله چې له بمونو ډک موټر له سړک څخه پوستې ته ورتاو شوی، پوليسو ويشتلی او چاودنه يې کړې ده.
کامران وايي چې په چاودنه کې پوليسو ته هېڅ ځاني زيان نه دی اوښتی، خو دا چې ياده سيمه د ګڼې استوګنې ساحه ده، ځايي خلکو ته يې د زياتو مالي زيانونو سربېره ځاني زيان هم اړولی، خو په اړه يې تر اوسه کره معلومات نشته.
نوموړي زياته کړه چې ملکي خلکو ته د اوښتونو زيانونو په اړه بررسي روانه ده.
د روغتون سرچیڼې وایی چې ورته ټپيآڼ نه دی راوړل شوي.
دا د وسله والو طالبانو لخوا په تېره يوه اونۍ کې درېیم موټر بريد دی، چې پر امنيتي پوستو تر سره کيږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version