ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په ژېړۍ کې د راکټ لګېدو له امله څلور ښځې وژل شوې دي

11 Nov 2020 - 15:42
11 Nov 2020 - 15:42

کندهار (پژواک، ۲۱ لړم ۹۹): د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې یو توغول شوى راکټ د ملکي وګړو پر کورونو لګېدلی چې له امله یې څلور ښځې وژل شوې دي.

دا پېښه تېره شپه د دغې ولسوالۍ په سنګ حصار سیمه کې شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو له امنیتي ځواکونو سره د جګړې پر مهال د ملکي وګړو پر کورونو راکټونه توغولي دي.

هغه زیاته کړه، یو راکټ پر یوه کور لګېدلی چې له امله یې څلور مېرمنې وژل شوې دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، له تېرو څو اوونیو راهیسې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې جګړې روانې دي چې د خلکو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د دغې سیمې یوه اوسېدونکي محمد نادر هم پژواک اژانس ته وویل چې په سنګ حصار سیمه کې پر یوه کور راکټ لګېدلی چې له امله یې د یوه کور څلور مېرمنې وژل شوې دي.

خو دی وايي، دا معلومه نه ده چې راکټ د چا له لوري توغول شوی دی.

بل خوا امنیتي چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار په ژېړۍ، پنجوايي او میوند ولسوالیو کې د افغان ګډو ځواکونو له خوا د هوايي ځواک په ملتیا په شوو عملیاتو کې ۳۹ وسله وال وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

په دې اړه د کندهار د نظامي شورا له خوا یوه خبرپاڼه هم خپره شوې ده.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغو عملیاتو کې د ۳۹ وسله والو د وژل کېدو او ۱۸ د ټپي کېدو تر څنګ د هغوی ۲ موټر، ۴ موټرسایکلونه، ۲ پټنځایونه او د ماینونو جوړولو یوه فابریکه هم له منځه وړل شوې ده.

دغه راز ده زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو په میوند، ژېړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې ۱۷۵ ماینونه او په ارغنداب او شاولیکوټ کې ۹۳ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

د ارغنداب ولسوالۍ د امنیتي وضعیت په اړه احمدي وویل چې هلته د بابا صاحب عملیاتو له لومړي پړاو وروسته دویم پړاو عملیات پیل شوي چې سیمه له ماینونو پاکول او د بې ځایه شوو کورنیو بېرته ستنول دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version