ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

13 Nov 2020 - 16:22
13 Nov 2020 - 16:22

ګرديز (پژواک، ٢٣ لړم ٩٩): د پکتيا په احمد ابا ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته د ١٧ ميليونه افغانيو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا د پوهنې ريیس کوچي ځاځي د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ښوونځی د احمدابا ولسوالۍ په مچلغو سیمه کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى دى.

دى وايي چې پر یاد ښوونځي ١٧ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې د پوهنې وزارت له لوري ورکړل شوی دی.

ده وويل چې دغه ښوونځى لس درسي خونې، کمپيوټر خونه، احاطوي دېوال، مېزونه، څوکۍ، د څښاک پاکې اوبه او نور ټول اړين ملحقات لري.

د نوموړي په وينا، هڅې يې پيل کړې څو د دغه ولايت ټولو هغو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي چې دا مهال ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

د يادونې ده، د روان کال په اوږدو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې سلګونه ښوونځي جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي چې د ځينو بودجه يې د پوهنې او د ځينو نورو يې هم د کليو او پراختيا وزارت له لوري ورکول شوه ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version