ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صالح: د یوه وکیل د ساتونکو له خوا د یوه سوداګر تښتولو مخه ونیول شوه

14 Nov 2020 - 14:24
14 Nov 2020 - 14:24

کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۹۹): د ولسمشرۍ لومړی مرستیال وایي چې د کابل پولیسو د هغه سوداګر د تښتولو مخه نیولې چې په ولسي جرګه کې د خلکو د یوه استازي د ساتونکو له خوا تښتول کېده.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن شنبې (د لړم ۲۴مه) پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «د کابل د یوه وکیل ګاردانو غوښتل په رڼا ورځ سوداګر اختطاف کړي. په تېښته بریالي شوي دي.»

هغه د وکیل د نوم له څرګندولو ډډه کړې او ویلي یې دي چې د وکیل کور د شپې محاصره شو، خو معلومه شوه چې د دې کړنې اصلي طرحه کوونکي پټ شوي. هغه ویلي چې قضیه نن څارنوالۍ ته سپارل کېږي.

صالح لیکلي: «د خویندیتوب معنا د جنایت لپاره د جواز درلودل نه دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د اساسي قانون په ۱۰۲مه ماده کې راغلي: «هرکله چې د ملي شورا غړی پر جرم تورن شي، مسوول مامور هغې جرګې ته چې غړی یې متهم دی، خبر ورکوي او تورن تر عدلي تعقیب لاندې راتلای شي. د مشهود جرم په اړه مسوول مامور کولای شي تورن د هغې جرګې له اجازې پرته چې دی یې غړی دی، تر عدلي تعقیب لاندې راولي او ویې نیسي. په دواړو حالاتو کې که عدلي تعقیب د قانون له مخې توقیف ایجاب کړي، مسوول مامور مکلف دی چې له موضوع بې له ځنډه نوموړې جرګې ته خبر ورکړي او تصویب یې ترلاسه کړي.»

د جرګې په دارلانشا کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک ته وویل چې هغه هم د رسنیو له لارې له دې موضوع خبر شوی؛ خو د یادې موضوع په اړه له دې ادارې سره تر اوسه جزئیات نه دي شریک شوي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې امرالله صالح ویلي وو چې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي الله ګل مجاهد د اړوندو کسانو له کوره وسلې او مهمات د پولیسو لاس ته ورغلي؛ خو مجاهد د کابل د دوولسمې حوزې امر ته ګواښ کړی و چې دغه کسان خوشي کړي.

الله ګل مجاهد د صالح خبرې رد کړې او هغه یې دسیسه بللې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version