ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لویه څارنوالي: د ۹۷۶ پر اعدام محکومو کسانو برخلیک لا هم نه دی څرګند

16 Nov 2020 - 09:21
16 Nov 2020 - 09:21

کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٩): لویه څارنوالي وایي چې د ٩٧٦ هغو کسانو برخلیک لا هم نه دی معلوم چې د قتل له امله د سترې محکمې له خوا پر اعدام محکوم شوي او تر اوسه پر هغوی حکم نه دی پلی شوی.

د ولسمشرۍ د دویم مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته رسېدلې، راغلي چې د کابینې د عدلي او قضایې کمېټې ناسته تېره ورځ د دغې کمېټې د رییس سرور دانش په مشرۍ ترسره شوه.

 سرچینې زیاته کړې چې په یاده ناسته کې پر اعدام د محکوم شوو د برخلیک ټاکلو څرنګوالی، د وروستیو تړونونو، پرېکړو او قطعي محکمو د پلې کولو لپاره د کورنیو چارو وزارت د ځانګړې قطعې تشکیل، د شکنجې د منع کېدو او له بشري حقونو څخه د سرغړونو د مخنیوي په هکله د لویې څارنوالۍ د اداري کاري راپور او دغه راز د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په زندانونو کې د بشري حقونو د څرنګوالی په اړه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د راپور ارزونه وشوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د لویې څارنوالۍ ادارې پر اعدام د محکوم شوو کسانو د برخلیک ټاکلو د څرنګوالي په اړه ناستې ته راپور وړاندې کړ.

د دې ادارې د راپور له مخې، ٩٧٦ کسان د قتل د ارتکاب له امله د سترې محکمې له خوا پر اعدام محکوم شوي چې تر اوسه پرې حکم نه دی تطبیق شوی.

سرچینې لیکلي چې د جلسې غړو دغه موضوع د قانون احکامو، د هېواد د عدلي او قضایي پالیسیو، د سترې محکمې د نهایی پرېکړو پلې کولو پروسیجر او دغه راز هغه ستونزې چې د دوی له ناحیې د هېواد په زندانونو کې ممکن رامنځته شي، بحث او هر اړخیزه ارزونه وکړه.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په اعدام محکومو کسانو ته رسېدنه او د هغوی د برخلیک ټاکل هم د هغوی او هم د هغوی د والدینو قانوني حق وباله او ټینګار یې وکړ چې دغه موضوع باید په اساسي توګه تعقیب او وڅېړل شي.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي چې په دې تړاو عدلي او قضایي کمېټې پرېکړه وکړه چې په دې اړه، د ولسمشرۍ د چارو ادارې له خوا یوه وړاندیز شوې طرحه چمتو شوې او د لویې څارنوالي د ادارې له نظر څرګندولو وروسته، ستره محکمه او د عدلیې وزارت، ولسمشرۍ ته واستول شي څو په یوه ځانګړې ناسته کې د ولسمشرۍ تر مشرۍ لاندې د لوی څارنوال، قاضي القضات، عدلیې وزیر او نورو اړوندو بنسټونو په شتون په دې اړه پرېکړه وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version