ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​مېک: د کانونو وزارت ٣١ رياستونه په غير قانوني ډول سرپرستان اداره کوي

17 Nov 2020 - 15:32
17 Nov 2020 - 15:32

کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۹۸): د "مېک" کمېټې راپور ښيي چې د کانونو وزارت له دوو کلونو راهیسې د دې کمېټې له ۱۹۱ سپارښتنو د ۲۵ سپارښتنو په اړه هېڅ اقدام نه دی کړی او دغه وزارت ۵۸۹ خالي بستونه لري چې له ډلې یې ۳۱ ریاستونه په غیر قانوني ډول سرپرستان اداره کوي.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې (مېک) د کانونو او پټرولیم په وزارت کې د اداري فساد د ارزونې په تړاو د ۲۰۱۸ زيږديز کال په اکتوبر میاشت کې یو راپور خپور کړی چې د هغه له مخې، دغه وزارت ته یې ١٩١ سپارښتنې ټاکلې دي.

د دې کمېټې د دارالانشاء رییس میوند روحاني نن (د لړم ٢٧مه) په کابل کې یوې خبري ناسته ته وویل چې د مېک ادارې د سپارښتنو عملي کولو لپاره پرله پسې درې څارنیز راپورونه خپاره کړي او نن یې څلورم راپور خپور کړ.

دی وايي: "د مېک راپور له مخې، کانونو وزارت له تېر یو کال راهیسې ۲۱ سپارښتنې په بشپړ ډول پلې کړې چې له دې سره ټولې ۹۱ سپارښتنې پلې شوې، ۷۱ سپارښتنې په قسمي ډول عملي شوې خو لا هم د ۲۵ سپارښتنو عملي کولو په اړه هېڅ اقدام نه دی شوی."

هغه زیاته کړه چې دغه وزارت د حرفوي کان کيندنو مرکز جوړولو، د بېلابېلو رسیاستونو د کړنو کلنۍ ارزونې، داخلي پلټنو په اړوند د پلټونکو ډلې ډېروالی او مسلکیتوب ته یې پاملرنې، هغه کانونه چې په شخصي ځمکو کې کيندل کېږي، د اشخاصو مالکیت خوندیتوب په اړه یې د تګلارې جوړولو، د کان کيندنې پر مهال د چاپېریال خوندیتابه مسئلې ته رسېدنې، مدني ټولنو او د سیمې خلکو ته د کانونو په څارنه کې د ونډې ورکولو او له کان کيندنې وړاندې د چاپېریال ساتنې اړوند رسمي تایید ترلاسه کولو په برخو کې هېڅ سپارښتنه نه ده پلې کړې.

روحاني زیاتوي، مېک په څارنیزو راپورونو کې د څار ترڅنګ پر یوې ځانګړې موضوع هم پلټنه کوي چې دغه ځل یې د دغه وزارت د بشري سرچینو برخه څېړلې ده.

ده وویل: "کانونو وزارت له تېر یو کال راهیسې د حکومتي تشکیلاتو ګومارنې د اصلاح په برخه کې پرمختګ نه دی کړی.  ۵۸۹ بستونه خالي دي، ۳۱ ریاستونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي چې په دې کې د تخنیکي ریاستونه په ګډون ۲۰ ریاستونه مرکزي دي او نور ولایتي؛ بل هغه بستونه چې د ډونرانو له خوا تمویلیږي، په هغو بستونو کې خپلوي او ملګرتیا پالل کېږي ځکه موږ ته یې د هغو بستونو ارزونې لپاره اسناد را نه کړل."

هغه زیاته کړه چې ۵۸۹ بستونه د دغه وزارت د ټولو بستونو ۲۷ سلنه جوړوي چې اکثره یې له اتم بست تر درېم بستونو پورې دي، په داسې حال کې چې د ملکي خدمتونو قانون له مخې د دغو بستونو ګومارنې واک وزارت لري خو وزارت په دې پلمه ځنډولي چې په وزارت کې اصلاحات راولي.

روحاني زیاتوي: "په وزارت کې ځیني سرپرستان د وزارت هغه سلاکاران او قراردادي کارکوونکي دي چې د ملکي خدمتونو قانون له مخې، قراردادي کارکوونکي د سرپست په بستونو کې کار نه شي کولی."

د مېک ادارې د څېړنو برخې یوه متخصص ادریس هاشمي وايي چې یاد وزارت له تېر یو کال راهیسي د تخنیکي پلټنو په برخو کې ځيني اسناد وروستي کړي چې له جملې یې دغه وزارت د مېک سپارښتنو له مخې د چاپېریال ساتنې له ادارې سره یوه هوکړه کړې ده.

هغه وايي: "کانونو وزارت ته د ورکړل شوو سپارښتنو له مخې، دغه وزارت اوس د پلټنو په برخو کې د بېلابېلو منرالونو لپاره لس ډوله چیک لېستونه لري؛ د داخلي پلټونو لپاره یې یو نوی میکانیزم رامنځه شوی چې د هغه  له مخې د ټولو سپارښتنو تعقبېدو په موخه میاشتنی څار کوي. پخوا یې د تړونومږ په اړه جزئیات نه خپرول خو اوس د پروژې له اعلان نیولې تر تړون پورې ټول جزئیات په ویب سایټ کې وي."

د هغه په وینا، یاد وزارت د مېک سپارښتنو پر بنسټ، د جیولوژي سروې په برخه کې د ظرفیت لوړنې لپاره روزنیز پروګارمونه چمتو کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version