جلال اباد (پژواک، ۲۹ لړم ۹۹): يوه باوري سرچينه وايي، د فساد ضد ځانګړې ډلې د ننګرهار تورخم ښارګوټي کې د ځانګړو عملياتو پرمهال ۳۰ مامورين او کار کوونکي د فساد په تور نيولي دي.
يادې سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط د لړم په ۲۹مه پژواک اژانس ته وويل چې دا عمليات تېره شپه شوي او په نيول شويو کسانو کې د تورخم ګمرک مامورين، کارمندان او کمېشنکاران شامل دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي هم پژواک ته په تورخم ګمرک کې د يادو عملياتو د ترسره کېدو خبر تاييد کړی دی.
خو هغه د شمېر له ښودلو پرته وويل چې يو شمېر کسان د فساد په تور وړل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن