ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په قطر کې د سولې خبرې يوځل بيا ګړندۍ او د پرمختګ امکان شته

19 Nov 2020 - 14:02
19 Nov 2020 - 14:02

 کابل (پژواک، ٢٩لړم ٩٩) : په قطر کې باوري سرچينې وايي چې امکان شته ژر  د سولې خبرو طرزالعمل نهايي او راتلوونکې اوونۍ د اجنډا په اړه خبرې پيل شي.

يوې باوري لوړپوړې سرچينې د لړم په  ٢٩مه پژواک ته وويل: (( بله هفته امکان لري اجنډا ته داخل شي.))  خو پورته  چارواکي په دې اړه نور معلومات ور نه کړل.

شاوخوا يوه اوونۍ مخکې دغې سرچينې پژواک ته ويلي و چې د دولت د مرکچي پلاوي له خوا د سولې خبرو د طرزالعمل دنهايي کېدو په اړه يوه معقوله طرحه چمتو شوې او د قطريانو په وسيله به طالبانو ته وسپارل شي.

په قطر کې د دولت  د مرکچي پلاوي يوه  غړي  چې نه يې غوښتل په خبر کې يې نوم خپور شي ، د لړم په ٢٩مه پژواک ته وويل چې د دواړو لوريو ( ددولت او طالبانو) د تماس ډلو ترمنځ  په ناستو  کې تېزوالى راغلى.

سرچينې زياته کړه، ډېر ه هيله شته چې د طررالعمل نهايي کېدو ته يوه لاره پيدا شي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا يوې سرچينې هم پژواک ته وويل چې د خبرو په اصولو به توافق وشي، خو په دې اړه يې نور جزييات په ډاګه نه کړل.

دغه راز پخواني طالب چارواکي ملا عبدالسلام ضعيف په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي دي:(( داسې برېښي چې له ډېر اوږده انتظار  وروسته مذاکراتي ټيمونه د خبرولپاره  پر طرز العمل موافق شوي دي.))

دغه راز يوشمېر سرچينو خبر ورکړى چې د طرزالعمل په اړه د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ اختلافات حل شوي دي.

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا تېره ورځ د قطر امير شیخ تمیم بن حمد الثاني له ولسمشر غني سره د ټيلېفون له لارې د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي او د پرمختګ هيله يې په کې څرګنده کړې ده.

له دې مخکې د قطر د بهرنيو چارو وزير په يوې غونډه کې ويلي و چې د روان ميلادي کال تر پايه به  په کې قطر کې د افغانستان د سولې په خبرو کې د پرمختګ شاهدان واوسي.

د معلوماتو په اساس چې د سولې خبرو د طرزالعمل په اړه اختلاف د نورو مسايلو ترڅنګ هغه مهال جدي شو چې طالبانو د سولې خبرو  اصل (مبنا)په دوحه کې د امريکا او دوى ترمنځ شوى تړون باله ، خو  د افغانستان دولت مرکچي پلاوي هغه تړون د خبرو اصل نه ګاڼه او په دې اړه يې طالبانو ته د قطر  د حکومت له لارې  چې د تهسيل کوونکي رول لري، څو نورې طرحې لېږلې وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version