ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ښار موټر بم بريد کې ۱۷ کسان ټپيان شوي

25 Nov 2020 - 11:25
25 Nov 2020 - 11:25

لومړى تعقيب – کندهار ښار (پژواک، ۵ لېندۍ ۹۹): د کندهار ښار په عينو مېنې سيمه کې د موټر بم بريد په پايله کې ١٧ کسان ټپيان شوي دي.

د مازدا موټر په وسيله دا موټربم بريد نن د ليندۍ په ٥مه، له غرمې مخکې په شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د کندهار ښار په دویمه عینو مېنه کې د پولیسو پر ۱۱مې حوزې شوى، چې چارواکي يواحې د ۶ تنو پولیسو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

خو بلې امنیتي سرچینې بیا په دې چاودنه کې د ۱۳ پولیسو او ۴ ملکي وګړو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، چاودنه د مازدا موټر په وسیله شوې چې موخه یې د پولیسو ۱۱مه حوزه وه.

هغه زیاته کړه، د چاودنې له امله یوازې ۶ سرتېري ټپيان شوي او د حوزې ودانۍ قسماً ویجاړه شوې ده.

نوموړي وویل، تر دې مهاله د چاودنې له امله ملکي وګړو ته د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نشته.

خو یوې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک اژانس ته وویل چې په دې چاودنه کې ټول ۱۷ تنه ټپيان شوي چې ۱۳ یې پولیس او ۴ یې ملکي وګړي دي. ملکي وګړي د چاودنې د شدت له امله د کړکیو د ښیښو د لګېدو له امله ټپيان شوي دي.

د میرویس روغتون ډاکټران وايي، د چاودنې ټپيان ټول د عینو مېنې روغتون ته وړل شوي او یوازې یو ملکي وګړی چې د هېندارو په ټوټو ټپي شوی، دغه روغتون ته ور وړل شوی دی.

چاودنه ډېره زوروره وه چې تر لرې ځايه یې غږ واورېدل شو.

د پېښې ځای ته د خبریالانو ورتګ ته اجازه نه ورکول کېږي.

د مجیب په نوم یو تن چې د پېښې ځای ته نږدې اوسېږي، پژواک اژانس ته وویل، د چاودنې له امله د نږدې کورونو دروازې او کړکۍ ماتې شوي دي او یو شمېر کسان یې ټپیان کړي دي.

هغه وویل، یوه لور یې د کړکیو د ښیښو ماتېدو امله ټپي شوې او روغتون ته یې رسولې ده چې اوس یې وضعیت ښه دی.

د دغې چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلى، خو چارواکي یې د وسله والو طالبانو کار ګڼي.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version