ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان : په افغان سولې پروسه کې به اسانتياوې برابروو

27 Nov 2020 - 11:30
27 Nov 2020 - 11:30

کابل (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٩) : د پاکستان د بهرنيو چارو وزير له خپل افغان سيال سره په ليدنه کې يو ځل بيا ژمنه کړې، چې په افغان سولې پروسه کې د اسانتيا برابرولو رول ته ادامه ورکوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت لخوا د ليندۍ په ٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د اسلامي همکاريو سازمان دوه ورځنۍ کنفرانس په څنډه کې خپل افغان سيال محمد حنيف سره ليدلي دي.

دغه کنفرانس نن پيلېږي او ټاکل شوې ده، چې دوه ورځې دوام وکړي.

سرچينې زياته کړې، ددې ليدنې پر مهال دواړو لوريو پر سولې پروسې او د دواړو هېوادونو د اړيکو پرلا پياوړتيا خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، قريشي د افغانستان په باميان ولايت او نورو سيمو کې د وروستيو ترهګريزو پېښو باندې خواشيني څرګنده کړې او ويې ويل چې پاکستان هر ډول ترهګري غندي.

هغه د يوه داسې تاوتريخوالي پر کمولو ټينګار وکړ، چې بالاخره هر اړخيز اوربند باندې تمام شي.

قريشي کابل ته د لومړي وزير عمران خان وروستي سفر ته په اشارې سره وويل، هېواد يې غواړي په بېلا بېلو برخو کې افغانستان سره خپلې اړيکې پياوړې کړې.

هغه وويل، چې ددې سفر پر مهال ددواړو هېوادونو لخوا د ګډې اعلاميې د عملي کولو لپاره به اقدامات کېږي.

د پاکستان لومړي وزير يو ځل بيا ژمنه کړې چې د افغانانانو په مشرۍ او مالکيت  سولې پروسه کې د اسانتياوو برابرولو په تړاو خپل مثبت رول ته ادامه ورکوي.

هغه ويلي چې د افغان سولې پروسې بريا سره به په پاکستان کې سلګونو زرو افغانانو ته دا زمينه برابره کړي، چې خپل هېواد ته ستانه شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر په افغان سولې پروسه کې د پاکستان د همکاريو ستاينه وکړه.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version