ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په موټربم بريد کې ٣١ سرتېري وژل شوي او ٢٤ نور ټپيان دي

29 Nov 2020 - 10:48
29 Nov 2020 - 10:48

تعقيبي-غزني ښار (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٩): د غزني روغتيايي مسوولين وايي چې د دغه ولايت د موټربم بريد کې ٣١ سرتېري وژل شوي او ٢٤ نور ټپيان دي خو د ملي دفاع وزارت بيا په دې پېښه کې لس وژل شوي او اووه ټپيان تاييدوي.

يوې امنيتي سرچينې د لېندۍ په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاخوا اووه نيمې بجې د غزني ښار د درېيمې حوزې اړوند د قلعه جوز په سيمه کې د عامه نظم ساتنې پر کنډک د موټربم بريد شوى دى.

ده وويل چې له بريد وروسته په سيمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده هم پېښه تائيدوي او وايي چې مرګ ژوبله لري خو کره ارقام نه په ګوته کوي.

بل لورته د غزني د ولايتي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت پژواک ته وويل چې له يادې پېښې ٣١ جسدونه او ٢٤ ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، وژل شوي او ټپيان ټول حکومتي سرتېري دي.

بل لورته د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغه بريد کې لس سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

د يادې چاودنې مسووليت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version